د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو د استادانو ټولنه وايي حکومت ډېریو سرکاري ښوونځیو ته نصابي کتابونه نه دي لېږدولي


په قبایلي ضلعه کورمه کې زده کونکي د ښوونځي په دالان کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په قبایلي ضلعه کورمه کې زده کونکي د ښوونځي په دالان کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري سکولونو د نوي تعلیمي کال پیلېدو شاوخوا یوه میاشت شوې خو استادان وايي چې حکومت په یوشمېر سیمو کې زده کوونکو ته نصابي کتابونه نه دي لېږدولي.

د قبایلي ضلعو د استادانو ټولنه (ال ټرایبل ټیچرز اسوسيېشن) وايي چې د هغې سیمې زده کوونکي وار له مخه له یوشمېر اسانتیاوو بې برخې دي او د نصابي کتابونو نه شتوالی یې تعلیمي بهیر ډېر زیات اغېزمن کړی دی.

د ټولنې مشر نصیر شاه اپرېدي د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې نوی تعلیمي کال د اپرېل پر اتمه پیل شو او هڅه کوي چې تدریسي بهیر په څه نا څه شکل روان وساتي. "موږ په سکولونو کې له بریالي شویو زده کوونکو څخه کتابونه راټول کړل او نویو زده کوونکو ته مو ورکړل. دا زاړه کتابونه دي چې اکثر یې شلېدلي هم دي. د تعلیم محکمې ضلعي چارواکي راته هر وار وايي چې په ۱۰ ورځو کې به نوي کتابونه راشي، خو تر اوسه دا ۱۰ ورځې پوره نه شوې."

اپرېدی زیاتوي، حکومت په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلولو کیمپېنونه کوي خو د زده کړو لپاره مواقعو برابرولو ته پوره پام نه کوي.

د قبایلي سیمو د استادانو د ټولنې پخوانی مشر او د تعلیمي چارو پوه خان مالک مسید د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې داسې ښکاري چې حکومت د دولتي ښوونځیو شاګردانو ته کتابونو لېږدولو ته لومړیتوب نه ورکوي، که نه باید دا کار پخوا شوی وای. "په کار دا وي چې د کتابونو د چاپ [کار] شپږ میاشتې وړاندې پیل شي او تر امتحانونو یوه میاشت مخکې نوي چاپ کتابونه د تعلیم څانګې ضلعي دفترونو ته [ولېږدول] شي. خو داسې و نه شول او نتیجه یې دا ده چې د زیاتره قبایلي سیمو ته کتابونه لا هم نه دي رسېدلي. زما په خیال نوي کتابونه به د اګست میاشتې په پای کې سکولونو ته ورسېږي خو تر هغې به د زده کوونکو ډېر وخت ضایع شوی وي."

اخوا د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو وزیر فیصل خان ترکی وايي چې پخواني لنډمهالي حکومت پر وخت د کتابونو چاپولو لپاره پیسې نه وې ورکړې نو ځکه دا مشکل جوړ شو. "د نویو کتابونو چاپولو لپاره د پیسو اولنی قسط [د ۲۰۲۳ز کال] په سېپټېمبر میاشت کې ورکول په کار وو خو نګران حکومت دا کار و نه کړای شو. بیا په جنورۍ کې [له] نګران حکومته د دویم قسط ورکولو [نېټه] هم تېره شوه."

ترکي د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ اتمې تر عامو انتخاباتو وروسته چې نوی صوبايي حکومت جوړ شو نو ورسره سم یې پر هغې موضوع کار پیل کړ او زیاتره سیمو ته کتابونه لېږدول شوي دي. "زموږ حکومت په مارچ کې جوړ شوی او د نویو کتابونو چاپولو لپاره مو [د پیسو] اولنی قسط ورکړی دی. تېره اوونۍ ما په دې اړه یوه غونډه کړې وه او ټېکسټ بک بورډ (د نصابي کتابونو چارو اداره) راته ویلي دي چې د صوبې ۹۰ فیصده سکولونو ته نوي چاپ شوي کتابونه رسېدلي دي."

ترکي هیله وښوده چې که "د قبایلي ضلعو ځینې لیرې پرتې سیمې پاتې وي" نو هلته به ډېر ژر ټولو سرکاري ښوونځیو ته کتابونه ولېږدوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت سږ کال په مارچ کې په ښوونځیو کې د داخلو کیمپېن پیل کړ چې ټاکل شوې وه چې د اپرېل په پای کې سر ته ورسي، خو د تعلیم ادارې یې د مې تر ۱۵مې پورې د غځولو اعلان وکړ.

حکومت وايي چې د کیمپېن موخه هغه ماشومان په سکولونو کې داخلول دي چې د اقتصادي یا نورو ستونزو له وجې تعلیم نه ترلاسه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG