د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ: کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم قومندان وژل شوی دی


د تحریک طالبان پاکستان یوشمېر وسلوال په جنوبي وزیرستان کې په خپل ګاډي کې روان دي - پخوانی انځور.
د تحریک طالبان پاکستان یوشمېر وسلوال په جنوبي وزیرستان کې په خپل ګاډي کې روان دي - پخوانی انځور.

رسنۍ وايي چې د افغانستان په کونړ ولایت کې په یو وسلوال برید کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو مهم قومندان وژل شوی دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان نیوز او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼو د ټي ټي پي د سرچینو په حواله لیکلي دي چې رحیم الله چې د شاهد عمر په نوم پېژندل کېده، د ډېسېمبر پر درېیمه یو ځای ته د غرمې ډوډۍ لپاره تللی وو او چې ستنېده نو وسلوالو ورباندې حمله وکړه.

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي چې په حمله کې د هغه ترڅنګ یې دوه ملګري هم وژل شوي او دوه ژوبل دي.

رسنیو البته دا نه ده روښانه کړې چې پر شاهد عمر د کونړ په کوم ځای کې برید شوی دی.

د پاکستان او د طالبانو حکومتونو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو رسنۍ وايي چې د ټي ټي پي سرچینو د عمر وژنه تایید کړې ده. البته هغې ناقانونه وسلوالې ډلې هم لا رسمي بیان نه دی ورکړی.

ډان نیوز وايي چې عمر د تحریک طالبان پاکستان د ملاکنډ څانګې مرستیال امیر او د ډلې له لوړپوړو قومندانانو یو بلل کېده چې اته کاله په باګرام زندان کې بندي وو چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو سره سم خوشې کړ.

نوموړی پخوا د هغې ډلې له خوا د ډېره اسماعیل د والي (ګورنر) هم ټاکل شوی وو.

رسنۍ وايي چې پر شاهد عمر د پاکستان حکومت د ۱۰ مېلیونه روپیو انعام ايښی وو.

افغان اسلامي اژانس وايي چې د طالبانو حکومتي سرتېرو تر حملې وروسته په کونړ کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG