د خیبر پښتونخوا په ټانک کې له قاضیانو (ججانو) سره پر بدرګه پولیسو په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي.
په سیمه کې یو پولیس چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست پر دویمه په بګوال کې له قاضیانو سره د امنیت لپاره د روانو پولیسو پر ګاډو حمله وکړه چې په غبرګون کې یې پولیسو ځوابي ډزې وکړې.
دی وايي، په پېښه کې دوه سرتېري، چې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي ول، ووژل شول.
د پولیس چارواکي او د ټانک د وکیلانو مشر شېرپاو مسید وویل چې د ټانک او جنوبي وزیرستان د عدالتونو قاضیان له حملې روغ وتلي دي او ډېره اسماعیل خان ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو چارواکی زیاتوي چې پولیسو او پوځ په بګوال کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
په ټانک کې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
تر دې مخکې د روان کال په اپرېل کې وسلوالو د جنوبي وزیرستان ضلعي سېشنز جج شاکر الله خان مروت د ډېره اسماعیل خان او ټانک ترمینځ له پرتې سیمې تښتولی وو چې وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت هغه له تښتوونکو خلاص کړ.
د ۲۰۲۲ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول په جنوبي ضلعو کې، ناامني زیاته شوې ده.
په پاکستان کې د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په نوم ادارې په وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د روان کال د اپرېل، مې او جون په میاشتو کې د وسلوالو په بریدونو او پوځي عملیاتو په مهال ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ کسان ژوبل شوي دي.
د دې رپورټ له مخې، په هغو پېښو کې تر ټولو زیاته مرګژوبله په خیبر پښتونخوا کې او ورپسې په بلوچستان کې اوښتې ده.
په دې رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په هغه موده کې له وژل شویو څخه یې ۶۲ سلنه عام وګړي، حکومتي کارکوونکي او د امنیتي ادارو غړي او پاتې ۳۸ سلنه یې وسلوال دي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.
حکومت او پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک او ګوندونه وایي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم ورسره نه دی ټینګ شوی.