د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په پوهنتونونو کې د زدکړو لړۍ بيا پيل شوې ده


په کوټه د بيوټمز پوهنتون بس د زده کوونکو کورونو ته د لېږدولو لپاره له داخلي دروازې وځي ـ انځور له ارشيفه
په کوټه د بيوټمز پوهنتون بس د زده کوونکو کورونو ته د لېږدولو لپاره له داخلي دروازې وځي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په پوهنتونونو کې د زدکړو لړۍ سر له ننه (د مارچ پر ۲۰مه) بيا پيل شوې ده.

د بلوچستان د معلوماتي ټېکنالوژۍ، انجینرۍ او مدیریتي مطالعاتو پوهنتون (بلوچستان یونیورسېټي اف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجینیرنګ اېنډ مینېجمېنټ ساینسز یا بیوټمز) مرستيال مشر (پرو وايس چانسلر) پوهاند ډاکټر ميرويس کاسي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د کوټې ښار په ټولو پوهنتونو کې په حضوري توګه د زدکړو بهير پيل شوی دی او زده کوونکي او ښوونکي پوهنتونونو ته ورغلي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د بلوچستان حکومت د ناامنۍ له امله د صوبې په درو پوهنتونونو، بلوچستان پوهنتون، د ښځو سردار بهادر خان وېمېن یونیورسېټي او بیوټمز پوهنتون کې د مارچ له ۱۷مې راهیسې د زدکړو حضوري بهیر ځنډولی وو او زده کوونکو ته یې د پرلیکه یا انلاین زدکړو امر کړی وو.

د بلوچستان پوهنتون کوټې د ښوونکو د اتحادیې مشر پوهاند ډاکټر کلیم الله بړېڅي د مارچ پر ۱۹ مه مشال راډیو ته وویل چې د هغه پوهنتون انتظامیې هم زده کوونکو ته د مارچ له ۲۰مې څخه په حضوري توګه د زدکړو د بهير پيلولو امر کړی دی او د راتلونکي وړوکي اختر له رخصتيو پرته به دا لړۍ همداسې روانه وي.

په وروستيو کې د کوټې په ګډون د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې هم وسلوال بريدونه زيات شوي چې د ګڼو امنيتي سرتېرو تر څنګ يې عامو کسانو ته هم مرګژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG