د خیبر پښتونخوا له شمالي وزيرستانه بې کوره شویو ویلي دي چې حکومت ورته له تېرو پینځو میاشتو راهیسې مرستې نه دي ورکړي چې له کبله یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې هغوی هره مياشت له حکومته په "سوال او زاريو" مرستې اخلي.
نوموړي زياته کړه چې کډوال د ګټې وټې بله متبادله لاره نه لري او د مرستو د ځنډ له امله يې راتلونکي اختر ته هېڅ ډول تياريانې نه دې نيولي.
حکومت په شمالي وزيرستان کې څه باندې یوه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال بې کوره شویو وزیرستانیانو ته هره مياشت د کورنۍ پر سر ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي، خو دا پيسې اکثر د ځنډ ښکار کېږي.
د بنو په بکاخېلو کیمپ او د ښار په نورو برخو کې مېشتو وزیرستانیانو په تېرو کلونو کې د مرستو د ځنډېدو له وجې په بیا بیا مظاهرې لاریونونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو مالکانو ته هم د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.
د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) وياند احسان داوړ د مارچ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د پیسو د کمي له امله له کډوالو مرستې ځنډېدلې دي خو بندې شوې نه دي.
هغه زياته کړه چې له صوبايي حکومته د پيسو ترلاسه کولو سمدستې وروسته به د کډوالو مرستې بحالې کړي.
پي ډي اېم اې وايي، دا مهال په بنو کې د شمالي وزيرستان څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ راجسټرې دي چې لا هم خپلو سيمو ته نه دې ستنې شوې. چارواکي وایي، د امنیت له ټینګښت سره سم به بې کوره شوي خپلو کلیو او کورونو ته ولېږدوي.
اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د زرګونو د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.