د بر جنوبي وزیرستان لسګونه اوسېدونکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو د پوځ په قید کې د یو کس د مړینې په تور پورې کولو د خیسور پوځي مرکز مخې ته پرلت وهلی دی.
دغه کس ګل ولينومېده. په سیمه کې امنیتي ځواکونو لا د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو پولیس وايي، ګل ولي د پوځ په حراست کې ځان وژلی دی.
د پرلت ګډونوال او د ګل ولي ورور د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل پوځي سرتېرو د هغه ورور او دوه نور کسان له ځان سره بیولي ول چې ورڅخه یې یو خوشې کړی، د ده ورور یې وژلی او درېیم تن ورسره بندي دی.
دی وايي، د مې پر ۲۱مه چې د ورور خلاصون ته ورغی نو سرتېرو ورته وویل چې هغه ځان وژلی دی. ''موږ ورپسې څو ځلې ورغللو خو راسره یې پرېنښود. نن او سبا یې راته کول. پرون چې ورغللو، ویل یې چې هغه ځان وژلی دی. هغه په جېل کې دننه وو. مړی یې هم تر اوسه نه دی راکړی. موږ ټول قام د انصاف لپاره راټول شوي یو.''
احتجاج کوونکي د پولیسو دا ادعا نه مني چې ګوندې ګل ولي ځانوژنه کړې ده. دوی د دغه مرګ د پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د کاروایي غوښتنه کوي.
پولیس وایي، د ګل ولي تر مړینې وروسته د شوې طبي معاینې (پوسټ مارټم) له رپورټه ښکاري چې هغه خودکشي کړې ده. خو دا یې نه دي ويلي چې په زندان کې دغه سړی څنګه وتوانيد چې ځان ووژني؟ پولیسو دا هم نه دي ويلي چې ګل ولي ولې ځان وژلی دی؟ د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د نورو معلوماتو وروسته به رسنيو ته تفصيل ووايي.
د پرلت ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزیب مسید له مشال راډیو سره په خبرو کې پر پوځ تور پوری کړ چې په ناقانونه توګه د سیمې اوسېدونکي نیسي. ''اوس په قبایلي سیمو کې پولیس شته. موږ تل دا غوښتنه کړې چې که څه ستونزه وي نو پولیس دې کاروایي کوي. خو پر هغې عمل نه کېږي. د کلي ټولو خلکو ته معلومه ده چې ګل ولي څنګه سړی وو. چې دوی ونیوه نو د کلي ټولو خلکو ورته سوالونه وکړل چې ډېر غریب سړی مو بیولی دی.''
په جنوبي وزیرستان کې د پوځ چارواکو د پرلتوالو د تورونو او دعوو په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د شک پر اساس چې څوک ونیسي نو تر پلټنو وروسته یې خوشې کوي. دوی دريځ لري چې که پر چا څه تور وي نو بیا ورباندې مقدمې چلوي. خو پخوا هم پر پوځ په تشدد د بندیانو د وژلو تورونه پورې شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د ایکشنز اېن اېډ اف سېوېل پاور په نوم یو قانون عمليکيږي چې پوځ ته د خلکو د نیولو او په خپلو حراستخانو کې د ساتلو واک ورکوي. هغه لنډمهالی قانون یا ارډېننس په ۲۰۱۱ز کې په قبایلو کې د پوځي عملیاتو پر مهال جوړ شوی وو چې له مخې یې امنیتي ادارې مشکوک کسان په حراستخانو کې ساتلی شي.
په ۲۰۱۹ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورګډېدو شاوخوا یو کال وروسته پخواني ګورنر هغه قانون تر ټولې صوبې وغځاوه. هغه مهال وفاقي او صوبايي حکومت د دې اقدام پرضد د پېښور های کورټ ته تللي ول او عدالت هغه قانون رد کړ.
خو د پاکستان سپریم کورټ د هم هغه کال په اکتوبر کې د های کورټ پرېکړه وځنډوله او و یې ویل چې هغه موضوع د هېواد له ملي امنیت سره تړلې ده نو ځکه دې قانون لازم الاجرا وي.
د غورځنګ مخکښ فعال عالمزېب مسید زیاته کړه چې د پرلتوالو درې غوښتنې دي. لومړی، د ګل ولي په "وژنه" کې دې پر ککړو کسانو په "پوځي عدالت" کې مقدمه وچلېږي. دویم، د سیمې اوسېدونکي دې نه ځورول کېږي او که په چا شک وو نو پولیس دې د هغه تن پر ضد قانوني کاروایي کوي. درېیم دا چې حکومت دې د ګل ولي کورنۍ ته تاوان ورکړي.
د بر جنوبي وزیرستان انتظامي مشر اشفاق خان مشال راډيو ته وویل د پرلت له مشرانو سره په جرګه د هغوی پر غوښتنو غږېږي او د ستونزې د هواري هڅه کوي. ''په جرګه مسله حل کول د قبایلو روایت دی. دا مسله به هم په جرګه حلوو. اسېسټنټ کمېشنر، د [پولیسو افسر] او نور مشران مو وراستولي دي او زه امېد لرم چې مثبتې نتیجې به مخې ته راشي.''