د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضمیر کابلوف: راتلونکې اوونۍ مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي


ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي.

کابلوف د جنورۍ پر ۲۳مه تاس اژانس ته ویلي چې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د امنیت شورا مشران په هغه غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي او د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت به خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې چې د دې ناستې هدف د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د تشکیل په هدف له طالبانو سره تعامل او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.

خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي او د طالبانو د حکومت استازي هم نه دي وربلل شوي.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیې په مسکو کې د افغانستان د سفارت کنټرول ورسپارلی او په کابل کې یې خپل سفارت فعاله ساتلی دی.

روسیې تر دې مخکې هم د افغانستان پر وضعیت غونډې کړې دي او د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې یې نړیوالې ناستې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وربللی وو.

پخواني افغان ډېپلوماټ غوث جانباز چې د روسیې، سیمې او افغانستان اړوند مسایل څېړي، د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل داسې ښکاري چې مسکو د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه خپل دریځ "لا کلک کړي" او له متحدانو سره بحثونه ولري.

ده زیاته کړه چې چې ټاکل شوې چې د روان کال په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ په دوحه کې هم د افغانستان پر وضعیت بحث وشي.

مسکو ظاهراً د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې ساتلې دي، خو د روسي لوړپوړو چارواکو وخت په وخت د طالبانو پر حکومت او د لږکیو او ښځو په اړه د هغوی پر تګلارې انتقادونه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف تېره اوونۍ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل افغانستان یو داسې حکومت ته، چې ټولې توکمیزې او سیاسي ډلې پکې موجودې وي، اړتیا لري.

د لاوروف په وینا، په افغانستان کې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی، خو د خرابېدو لپاره یې هم شرایط مساعد دي.

هغه مهال د لاوروف څرګندونې د طالبانو د حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا له توند غبرګون سره مخامخ شوې او هغه پر اېکس په بیان کې ویلي چې حکومت یې ټولشموله دى او افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د روسیې په ګډون هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG