د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي د ژوب پر چاوڼۍ برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۹ ته رسېدلی دی


انتظامي مشر وايي وسلوالو د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې پر چاوڼۍ برید وکړ.
انتظامي مشر وايي وسلوالو د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې پر چاوڼۍ برید وکړ.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نهه ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې یوشمېر وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له پوځیانو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای ۱۲مې پر ماښام په بیان کې ویلي دي چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په بیان کې راغلي دي چې پینځو ژوبلو سرتېرو په روغتون کې سا ورکړه چې ورسره د وژل شویو پوځیانو شمېر نهه ته لوړ شو.

د پوځ بیان زیاتوي چې د پاتې وسلوالو له وژلو سره په چاوڼۍ کې تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي.

ای اېس پي ار تر دې څو ساعته مخکې په بیان کې ویلي ول چې په ژوب چاوڼۍ کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي دي او د پاتې دوو د نیولو هڅې کوي.

په هغه بیان کې راغلي ول چې په پېښه کې څلور سرتېري وژل شوي او "پینځه سخت ژوبل" ول.

د پوځ تر هغه بیان مخکې په سیمه کې استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ویلي ول چې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ. د دوی په خبره، وسلوالو د پوځیانو وردي یا جامې اغوستې وې.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

د ژوب انتظامي مشر محمد عظیم کاکړ د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو شپې ناوخته پر چاوڼۍ حمله وکړه چې تر هغې وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي کاروايي وکړه او تر "ډېره وخته ډزې روانې" وې.

دی وايي، له وسلوالو سره د ډزو پر مهال یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ژوبل دي.

د کاکړ په خبره وايي، هغه ښځه په هغه مساپر وړونکي بس کې ناسته وه چې له ډېره اسماعیل خانه، کوټې ته پر لاره وو.

دی وايي، په هم هغه بس کې ناست دوه تنه ژوبل شوي دي.

کاکړ زیاتوي چې یو ۱۴ کلن ماشوم په کاکړ ټاون سیمه کې پر ودانۍ د مارټر یا راکټ مرمۍ لګېدو له کبله ژوبل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر دویمه نېټه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید کړی وو چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې ومنله.

تر هغې وروسته د شېرانیو اوسېدونکي درې مړي ژوب ته ولېږدول او هلته یې احتجاجي پرلت وواهه. هغوی وايي، حکومت دې پر پوستې د برید پلټنو په اړه عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د بلوچستان حکومتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د پرلت له مشرانو سره به یوې نتیجې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG