د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د عمران خان پرضد له قضیې څخه د ترهګرۍ مادې اېستلو حکم وکړ


پر عمران خان تور دی چې یوې قاضیې ته یې دړکې ورکړې دي - پخوانی انځور.
پر عمران خان تور دی چې یوې قاضیې ته یې دړکې ورکړې دي - پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ پر پخواني وزیراعظم عمران خان په یوه قضیه کې د ترهګرۍ مخنیوي قانون د مادې ختمولو حکم کړی دی.

د پاکستان رسنۍ وايي، د مشر قاضي اطهر من الله په مشرۍ دوه کسیزه جرګګۍ د سېپټېمبر پر ۱۹مه د تحریک انصاف د مشر عمران خان پرضد یوې قاضیې (ججې) ته د ګواښ کولو قضیې اورېدنه وکړه او و یې ویل چې پر نوموړي به مقدمه د پاتې تورونو پر اساس پر مخ ځي.

عمران خان پر ځان د ترهګرۍ د مخنیوي له قانون سره سم د لګېدلو تورونو پرضد های کورټ ته درخواست کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي ول چې پولیسو ته د پوښتنو لپاره د هغه د سلاکار شهباز ګېل سپارلو امر ورکوونکې ججې زېبا چودري خلاف به کارروايي کوي او پرضد یې مقدمه دایروي.

د اګست پر ۲۱مه د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د هغه پرضد د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون له مخې مقدمه درج شوه.

هغه اېف ای ار یا مقدمه مجسټرېټ علي جاوېد دایره کړې چې مشال راډیو یې متن لیدلی دی. په مقدمه کې لیکل شوي چې خان د اګست پر ۲۰مه نېټه له ځينو پولیس چارواکو سره په اسلام اباد کې موجود وو چې پر دې مهال یې جلسې ته په وينا کې يوې قاضیې او د پوليس جګپوړو مشرانو ته دړکې ورکړي. په اېف ای ار کې تور پورې شوی چې د عمران خان د وينا له کبله "په خلکو، پوليسو او عدلیه کې وېره، ناارامي او ترهه خپره شوې" ده.

د علي جاوېد په وینا، پر دې اساس دې د تحریک انصاف د مشر عمران خان پرضد قانوني کارروايي وشي. په مقدمه کې د ترهګرۍ د مخنيوی قانون اوومه ماده شامله وه.

عمران خان ته د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د سېپټېمبر تر ۲۰مې پورې ضمانت ورکړی دی خو اوس چې د هغه پر ضد د ترهګرۍ دفعه ختمه شوې نوموړی به هغه درخواست بیرته واخلي چې د ضمانت لپاره یې جمع کړی وو. بي بي سي اردو ته د تحریک انصاف وکیل فیصل چودري د دې خبرې پخلی کړی او ويلي یې دي چې په دې لړ کې ښايي خان ژر د ترهګرۍ ضد عدالت ته حاضر شي.

تر دې مخکې اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر اتمه پر عمران خان قاضیې زېبا چودري ته د دړکو ورکولو او د عدالت سپکاوي په تورونو د قضیې اورېدنه وکړه او ویې ویل چې نوموړی به د سېپټېمبر پر ۲۲مه په رسمي ډول تورنوي.

پر هغه ورځ د عدالت پینځه کسیزه جرګګۍ وویل چې د سېپټېمبر پر اوومه د عمران خان له دایر کړي ځوابه مطمین نه دي.

د نوموړي وکيل حامد خان د سېټېمبر پر اوومه د عدالت له امر سره سم، د عدالت سپکاوي قضیې په اړه د سپیناوي لیک جمع کړ چې پکې د پاکستان ډان او جيو نيوز ووبپاڼو په وينا، عمران خان ويلي چې هغه په غير ارادي توګه پر خپلو خبرو افسوس کوي. خو نوموړي په بیان کې غیر مشروطه بښنه و نه غوښته.

عمران خان د سېپټېمبر پر اتمه د اسلام اباد له های کورټه بهر دباندې له خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو کې ادعا کړې وه چې د اورېدنې پر وخت یې خبرې کول غوښتل خو اجازه ور نه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG