په افغانستان کې ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، اړتیا ده چې یو لنډمهالی حکومت جوړ او انتخابات بیا ترسره شي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډله وايي، د ولسمشرۍ انتخابات په لومړي پړاو کې ګټوونکی نه لري، خو دویم پړاو باید د یو لنډمهالي حکومت لهخوا وشي.
ګلبدین حکمتیار د نومبر پر ۱۱مه په کابل کې خبریالانو ته وویل، بیا ځلي انتخابات باید د یوه داسې حکومت له خوا وشي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه لري.
ده وویل:
"اړتیا ده چې راتلوونکي انتخابات د یوه بې طرفه حکومت له خوا چې خپله کاندید نه وي او ټولو نوماندانو ته د منلو وي، وشي، موږ یوه لنډمهالي حکومت ته اړتیا لرو، له دې پرته رڼې ټاکنې امکان نه لري."
خو د لنډمهالي حکومت په اړه د ښاغلي حکمتیار څرګندونو ته په ځواب کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د لنډمهالي حکومت طرحې ته افغانانو وړاندې د رد ځواب ورکړی.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي مشال راډیو ته وویل، د افغانستان لپاره د لنډمهالي حکومت طرحه د زهرو نسخه ده چې په اساسي قانون کې ځای نه لري.
هغه زیاتوي:
"له انتخاباتو وړاندې د ښاغلي حکمتیار په ګډون ډېر شمېر کسان وو چې د انتخاباتو په کېدو یې باور نه درلود، داسې مهال چې خپله کاندیدان وو، د افغانستان خلکو خپله پرېکړه کړې، کېدای شي چې افغانانو حکمتیار ته هېڅ رایه نه وي ورکړې، له همدې کبله شاید حکمتیار دا ډول څرګندونې کوي. د لنډمهالي حکومت طرحه د اساسي قانون خلاف ده."
د و لسمشرۍ نوماند ښاغلي حکمتیار د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم تورن کړی چې د پروسې مدیریت یې په لاس کې نه دی.
بل لور ته بیا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا هم د انتخاباتو د بحراني کېدو پرمهال د ملي یووالي حکومت له مشرانو د استعفا غوښتنه کړې.
یادې شورا د نومبر پر ۱۱مه ویلي، ټول هغه کسان باید له پېژندولو وروسته محاکمه شي چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړې ده.
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، خپل کارونه د قانون پر بنسټ مخته وړي او له نوماندانو یې غوښتي چې د چارو د ښه والي په هدف له دوی سره مرسته وکړي.
د فېسبوک تبصرې