د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال اسټن سکاټ مېلر په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي.
په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د اکتوبر اتمې پر مازیګر په بیان کې ویلي چې دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د "سولې مستقیمې خبرې یوه تاریخي موقع" ده چې باید ضایع نشي.
په بیان کې راغلي چې امریکايي او پاکستانيو چارواکو د افغانستان د سولې تر موافقې وروسته د اسلام اباد او کابل د اړیکو پر کاري پلان هم خبرې وکړې خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر اتمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې باجوه او خلیلزاد د سیمې پر سولې او ثبات او د افغانستان د سولې په بهیر کې پر پرمختګونو وغږېدل.
خلیلزاد اسلام اباد ته تر تګ مخکې، د اکتوبر پر شپږمه په دوحه کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ.
له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهیسې افغان حکومتي پلاوي په قطر کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړی خو دواړه لوري لا د رسمي خبرو پر اجنډې موافقې ته نه دي رسېدلي.
د فېسبوک تبصرې