د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین وایرس ځپلي ښار ووهان کې لسګونه افغان محصلین بند پاتې دي


عمران زکریا د ووهان د مرکزي پوهنتون محصل دی
عمران زکریا د ووهان د مرکزي پوهنتون محصل دی

پراګ ـ ووهان ښار د چین له ښکلیو ښارونو څخه ګڼل کېږي چې د سیاحت لپاره شهرت لري خو نن سبا پکې خلک په ډار ژوند کوي.

دا وېره د کورونا وایرس له وجې ده چې له وجې یې د هوبې صوبې دا ښار تړل شوی دی. له دغه ښاره نورو سیمو ته الوتنې درېدلي او د ګاډو او اورګاډو تګ راتګ هم نه کېږي.

په ووهان ښار کې د سنټرل چاینا نارمل يونیورسټي هم ده چې پکې د چینايي زده کوونکیو ترڅنګ د لسګونو نورو هیوادونو محصلین هم پر زده کړو بوخت دي.

خلکو ته د کورونا وایرس نه د ځان ساتلو سپارښتنې کېږي
خلکو ته د کورونا وایرس نه د ځان ساتلو سپارښتنې کېږي

په دغه پوهنتون کې لسګونه افغان محصلین هم پر لوړو زده کړو بوخت دي چې یو پکې عمران زکریا هم دی. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی او اوس مهال په ووهان کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی.

مشال راډیو له نوموړي سره د ښار د اوسني وضعیت او د افغان محصلینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: "دلته په ووهان ښار کې په مجموع کې د ۴۰ په خواوشا کې افغان محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. ځیني یې اوس په ژمنۍ رخصتۍ هیواد ته تللي خو زما په شمول تر ۳۲ پورې افغان محصلین دلته بند پاتې دي."

راپورونه وايي کورونا وایرس د سمندري خوړو له یوه مارکېټه خپور شوی
راپورونه وايي کورونا وایرس د سمندري خوړو له یوه مارکېټه خپور شوی

نوموړي وویل، له هغه ښاره وتل غواړي ځکه هغوی او کورنۍ یې اندېښمن دي چې د کورونا وایرس له وجې په ووهان ښار کې د هغوی ژوند اغېزمنېدای شي. هغه وايي، ملګرو یې په چین کې د افغانستان له سفارته کومک غوښتی او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې کله ښار له قرنطین حالت نه ووتلو نو د ويستلو غم به یې وخوري.

عمران زکریا د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه په ښار کې د کورونا وایرس خبرداری ورکړل شو؟ مشال راډیو ته وویل:

"دلته د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر کې د وایرس خبره رامنځ ته شوې وه او ځیني کسان پرې اخته شوي ول. خو دا خبره تر ډېره ډېرو ته معلومه نه وه. خو د جنورۍ پر دویمه نېټه دا خبره رسنیو پورته کړه. خو دا یوه اوونۍ وړاندې خبره ډېره جدي شوله او د چین ترڅنګ د نړۍ رسنیو پرې راپورونه خپاره کړل. بیا پوهنتون محصلینو ته سپارښتنې وکړې چې څنګه له دغه وایرسه ځان ساتلی شي؟"

یوه بېلاروسۍ نجلۍ کرستینا هم په ووهان کې بنده پاتې شوې
یوه بېلاروسۍ نجلۍ کرستینا هم په ووهان کې بنده پاتې شوې

پوښتنه دا ده چې په یو داسې ښار کې چې د کورونا وایرس پکې خور دی او له نورو ښارونو تړل شوی، ژوند پکې څنګه روان دی؟ عمران زکریا د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"موږ چې په کومه سیمه کې یو، دلته به هره ورځ په سلګونو څه چې په زرګونو کسانو قدم واهه، ګرځېدل، خلکو به خپلې سوداوې کولې، خو د جمعې پر ورځ چې غوښتل مو د جمعې لمانځه ته لاړ شو، نو تر ۴۰ دقیقو پورې ولاړ وو، ټیکسي موټر نه راتلو چې پکې جومات ته لاړ شو، وروسته خبر شو چې جوماتونه هم تړل شوي دي. په دغه ښار کې مو هېڅوک په نظر رانغلل. دلته ښاري سرویسونه بند دي، نه میټرو شته، نه بس شته، نه شخصي موټر تر سترګو کېږي. نو په ووهان ښار کې ډېر یو ید حالت دی."

د چینايي چارواکو په وینا د جنورۍ تر ۲۶مې د کورونا وایرس له وجې ۵۶ کسان وژل شوي او په ۲۹ صوبو کې د یو نیم زر نه زیات کسان پر هغه وایرس اخته شوي دي. له عمران زکریا مو و پوښتل ایا کوم افغان محصل خو ناروغه شوی نه دی؟

هغه وویل:

"موږ ټول افغان محصلین چې په ووهان ښار کې ژوند کوو د یو بل سره په تماس کې یو، تر اوسه هېڅ کوم یو په دې مشکل اخته شوی نه دی. د پوهنتون په نورو خارجي محصلینو کې هم دا وایرس څارل شوی نه دی."

د نوموړي په وینا، چارواکو ورته نه دي ویلي چې تر کله پورې به ښار تړلی وي او هغوی ته به د چین نورو ښارونو او یا هم هیواد ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي؟

عمران زکریا وايي، یوه اندازه خوراکي توکي له افغان محصلینو سره شته چې ښايي هغوی پرې یوه اوونۍ نوره تېره کړای شي، خو که خبره اوږه شوه نو ګرانه به شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG