له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر تر شاوخوا پېنځه میاشتني ځنډ وروسته پیل شو.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د نوښار او د بلوچستان له کوټې څخه په خپله خوښه د افغانانو ستنېدو عمل پیل شو.
دا بهیر په مارچ کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د ټولبند له اعلان سره سم ځنډېدلی وو.
یو اېن اېچ سي ار دا عمل تر هغې وروسته پیل کړ چې د اګست پر شپږمه د پاکستان حکومت د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره د محدودیتونو لیرې کولو اعلان وکړ.
د اګست پر نهمه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم خپل هېواد ته د افغانانو د استولو د عمل پیلولو اعلان وکړ.
اپرېدی وايي، یوازې د دوشنبې (ګل) او سې شنبې (نهې) پر ورځو به مرکزونه افغان کډوال هېواد ته ستنوي او د وایرس مخنیوي احتیاطي لارښوونې به عملي کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، له ۲۰۰۲ز کال راهیسې شاوخوا ۴۴ لاکه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي.
د ادارې په وینا، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لاکه ثبت او شاوخوا اته لاکه نارجسټر افغان کډوال مېشت دي چې پکې یې زیاتره په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.