د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور بورډ د امتحاني پرچو لیدلو کمپیوټري نظام عملي کوي


د سوات په یوه ښوونځي کې زده کوونکي ازموینه ورکوي - پخوانی انځور.
د سوات په یوه ښوونځي کې زده کوونکي ازموینه ورکوي - پخوانی انځور.

د پېښور د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم د ازموینو ادارې (بورډ اف انټرمېډییټ اېنډ سېکنډري اېجوکېشن) ویلي دي چې له نهم څخه تر ۱۲م ټولګي پورې به د امتحانونو نیمايي پرچې نور په کمپیوټري نظام کتل کېږي.

د پېښور بورډ مشر نصرالله خان یوسفزي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د ازموینو د ارزونې نوی کمپیوټري نظام د هغو اصلاحاتو برخه ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې پیل کړې دي.

تر دې مخکې به ښوونکي د بورډ دفتر ته تلل او هلته به یې له نهمه تر ۱۲م ټولګیو پورې پرچې په کاغذي بڼه لیدلې او نمرې (نمبرې) به یې ورکولې.

د یوسفزي په خبره، اوس به ښوونکي د انټرنېټ له لارې په کورونو کې پرچې لیدلای شي.

دی وايي، په دې برخه کې یې ازموینه کړې ده او دا طریقه په جزوي ډول په راتلونکو امتحانونو کې عملي کوي. "دا د پرچو کتلو انلاین، انسکرین نظام دی. د پرچو کتونکي استادان به په خپلو کورونو کې د کمپیوټر له لارې دې نظام ته [داخل] شي او د پرچې یو، یو سوال به ورته تر ۱۰ منټو په سکرین ښکاري چې هم په دې دوران کې به یې ګوري او نمبرې به ورکوي. که داسې و نه کړي نو کمپیوټر به خپله د هغه سوال [ځواب] بل کتونکي ته واستوي. د سوالونو کتونکو ته به نه یوازې دا چې د مکملې پرچې تفصیل نه ښکاري بلکې د زده کوونکي په اړه به هم هېڅ معلومات نه لري."

یوسفزی زیاتوي چې په دې نظام کې به د پرچې تر ارزونې وروسته یو بل کتونکی هره ۲۰مه پرچه بیا ګوري او د دې تر څنګ یو بل کتونکی به د کتل شویو پرچو پر عمومي طریقه کار نظر ساتي چې ورسره به د امتحاني پرچو د کتلو او ارزولو په برخه کې د غفلت او یا درغلۍ امکان ختم شي.

په کراچۍ کې یو زده کوونکی امتحان ورکوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو زده کوونکی امتحان ورکوي - پخوانی انځور.

د پېښور بورډ چارواکي وايي، په ډېجېټل او کمپیوټري طریقه د امتحاني پرچو کتلو لپاره یې ۵،۰۰۰ ښځې او سړي ښوونکي روزلي دي. د خیبر ضلعې استاد فخرالزمان هم په روزل شویو ښوونکو کې شامل دی.

نوموړی وايي په پخوانۍ روایتي طریقه یې هم پرچې کتلې دي خو په هغې کې به وخت نا وخت د کتونکي د غلطۍ له وجې د زده کوونکو په نمبرو کې تېروتنه کېده. "په هغه روایتي طریقه کې به له موږه کله، کله یو سوال له کتلو پاتې کېده، یا به راڅخه د پرچې یوه پاڼه پاتې شوه نو زده کوونکی به د هغې [پوښتنې] له نمبرو محروم شو. خو اوس په دې طریقه کې کتونکی بل سوال یا پاڼې ته هله تللی شي چې اولني سوالونه او پاڼې یې کتلي وي. یعنې چې ټوله پرچه کتل شوې نه وي نو بورډ ته نه جمع کېږي او نه هم کتونکی بله پرچه کتلی شي."

فخرالزمان وايي د بورډ پرچې کتونکي هر استاد ته د قومي شناختي کارډ په نمبر کمپیوټر ته د داخلېدو معلومات (لاګ اېن او پاسورډ) ورکول کېږي چې د هغې پر بنیاد د استاد کارکردګي هم تر څارنې لاندې وي.

د زده کوونکو دریځ

پر دې سربېره یوشمېر زده کوونکي اندېښنه لري چې د کمپیوټر په ذریعه د پرچو کتلو په نتیجه کې به کمې نمبرې ترلاسه کړي.

د خیبر د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی انفال وايي، دی فکر کوي چې که استادان پرچې د "کمپیوټر پر ځای په لاس وګوري نو ښه به وي، ځکه چې استادان بیا هم له زده کوونکیو سره نرمي کوي خو کمپیوټر به مو د پرچو سخته کتنه کوي او نمبرې به مو خرابې شي."

یو بل زده کوونکی عثمان هم ورته اندېښنه لري. "زه وایم چې کمپیوټر به مو پرچې ډېر په تفصیل ګوري او کمې نمبرې به راکوي. نو زما خو دا خوښه ده چې پرچې مو استادان وګوري خو که کمپیوټر پکې ډېره سختي نه کوي نو بیا هغه هم ښه دی."

قندیل د مردان بورډ په ازموینو کې ۱۰۰ فیصده نمبرې وړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

خو د خیبر ضلعې یو بل زده کوونکی محمد اشراق چې په ۱۰م ټولګي کې یې په ټول ښوونځي کې تر ټولو زیاتې نمبرې اخیستې دي، وايي، په کمپیوټري طریقه به ټول زده کوونکي له خپل قابلیت او ځوابونو سره سم نمبرې ترلاسه کړای شي.

دی وايي، که په کمپیوټر یې پرچې لیدل شوې وای نو ښايي په ټوله ضلع کې به یې په ۱۰م ټولګي کې تر ټولو زیاتې نمبرې اخیستې وای. "په لاس د پرچو کتلو په نظام کې ډېره تکیه په استاد وي. که هغه لاپرواهي وکړي او پرچې سمې و نه ګوري نو د زده کوونکو نمبرې کمې راځي. خو په کمپیوټر کې دغه مسله حل کېږي او هر زده کوونکي ته خپل حق مېلاوېږي. بیا ځینې خلک په بډو او رشوتونو د نمبرو اخیستلو کوښښ کوي چې پکې د نالایقه کسانو نمبرې اکثر له ذهینو [زده کوونکو] هم زیاتې وي نو په ډېجیټل طریقه یا اي مارکنګ به دغه ستونزه هم هواره شي. زما په نظر، دا د زده کوونکی لپاره ښه نظام دی."

د پېښور بورډ له ارقامو سره سم، د ۲۰۲۲ز کال د نهم او لسم جماعت په امتحاناتو کې خواوشا ۱۷۰،۰۰۰ او د ۱۱م او ۱۲م ټولګي په ازموینو کې شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه او ټاکل شوې چې په راتلونکو ازموینو کې به یې شمېر لا هم زیات وي.

د بورډ د چارواکو په وینا، په ډېجېټیل او کمپیوټري طریقه د پرچو کتلو او ورته له نمبرو ورکولو سره به نتیجې کره وي او ژر به تیارېږي.

په خیبر پښتونخوا کې له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې د امتحانونو لپاره ټول اته بورډونه دي او د پېښور بورډ مشر پروفیسر نصرالله خان یوسفزی وايي، د نورو بورډونو چارواکو هم ورسره د دې طریقې پر عملي کولو سلا مشورې کړې دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG