خوست: د حسن زیو سیمه د خوړونو له ګواښه وژغورل شوه

خوستیوال وايي، د دوی سیمه ښې ځمکې لري، خو پخوا سیلابونو ګواښلې او لاندې کولې يې.

د افغانستان خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د حسن زیو د سیمې خلک، کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو او خوړونو له ګواښ څخه وژغورل شوې.

ددې سیمې خلک وايي، له دې مخکې د شمل دوه منده، المرې او نادرشاه کوټ ټولې اوبه په دوی راتلې او ډول، ډول ستونزې به يې ورته جوړولې.

د حسن زیو د سیمې اوسیدونکو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په یاده سیمه کې د ۸۵۱ متره په اوږدوالي د استنادي دیوالونو د پروژې د بشپړیدو او پرانیستې لپار جوړه شوې غونډه کې مشال راډیو ته وکړې.

دا هم وګورئ: د خوست ښار او ځاځي ميدان لاره بیرته پرانیستل شوه

د خوست شمل خرم د فرعي حوزې رئیس انجینر ذین الله نسیمي ته وویل، چې دا پروژه د دوه میاشتو په موده کې د ۱۳نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

ده وویل، په دې پروژه کې هره ورځ ۹۵ کسانو ته هم په مستقیم ډول د کارکولو زمینه برابره شوې وه.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حسن زیو د کلي اوسیدونکي د دوی په سیمه کې د استنادي دیوالونو جوړولو ته خوښ دي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کیدا غوښتنه کوي.

د سیمې اوسیدونکي حاجي اصیل خان وویل، د نادرشاه کوټ، دوه منده او المرې د شا ټولې اوبه د دوی په سیمه راځي، چې کلي ورڅخه په خطر کې وو.

ده وویل، دې اوبو مخکې له دوی څخه ماشومان وړي دي، هغوی به بیدیا کې رمې پیولې او سیلاب به ورباندې راغی.

اصیل خان زیاتوي، ددې استنادي دیوالونو په جوړیدو سره هم ځمکې خړوبیږي، ځکه له دې څو بندونه پورته شوي او هم دا کورونه ورباندې خوندي شول.

حاجي امیر محمد وايي، د دوی سیمه ښې ځمکې لري، خو پخوا سیلابونو ګواښلې او لاندې کولې يې:

"دغه بند او استنادي دیوالونو موږ ته غټه فایده راکړه، ځکه چې ځمکې يې وړې، دې سره يې د وړلو مخه ونیول شوه، ځمکې ابادې شوې او ځمکې خړوبې شوې، ډېرې ښې ځمکې دي، خو په سپرلي کې به يې موږ څخه ټولې وړې، اوس په موږ حکومت خدای مهربان کړ او موږ ته سترې فایدې ورسیدې. "

د دې سیمې یو بل اوسیدونکی حاجي کمېل خان خوشالي وښوده چې د دوی د سیمې د خوړ یو او بل لوری پوخ شو او استنادي دیوالونه ورته جوړ شول.

نوموړي له افغان حکومته وغوښتل، چې په راتلونکې کې هم خلکو لپاره دا ډول ګټورې پروژې پلي کړي.

دا هم وګورئ:

خوست: سرکي بوړيو کې د زده کوونکو لپاره درې پوړيزه ودانۍ جوړه شوېپه خوست کې د ښوونکو کمښت له امله د ښوونځیو د تړل کېدو اندېښنهزرګونو خوستوالو د جمهوریت څخه ملاتړ وښودد خوست ډېری کلتوري میراثونه او تاریخي ابدې له رغولو پاتې دي

حاجي کمېل دا هم وویل، چې یو شمېر نور بندونو هم جوړولو ته اړتیا لري، ځکه کورونه او ځمکې ورڅخه په ګواښ کې دي.

د مندوزیو د حسن زیو کلي اوسیدونکو غوښتنو ته په پام خوست والي مهمند کټوازی وايي، چې په روان کال کې به دا ډول لسګونه نورې پروژې هم پلي شي:

"داسې پروژې انشاالله موږ نورې هم افتتاح کوو، نورې به هم جوړوو، سږ کال په خوست کې څو سوه پروژې په پام کې لرو، ډ‌برې به يې ږدو او پرانیزو به يې، چې هغه به د ټول خوست ولس ته ګټه رسوي، هم به بزګر ته ګټه رسیږي، هم به هوا ته ګټه رسیږي اوهم به يې کرنیزو سیمو ته ګټه رسیږي."