د تورخم له لارې د چین او افغانستان تجارت بیا پيل شوی دی

د ټي ای ار تړون له مخې د افغانستان له لارې پاکستان ته رسېدلی ګاډی په تورخم کې ولاړ دی. د جولای اتمې انځور.

پاکستان چارواکي وايي چې د هېواد له ځمکنۍ لارې يې د افغانستان او چين ترمینځ يو ځل بیا تجارت پیل شوی دی.

د تورخم د کسټم يوه چارواکي محمد حماد د سیپتمبر پر دريمه مشال راډیو ته وويل چې د چين مال وړونکی يو ټرک د دې میاشتې په لومړۍ نېټه د سړک له لارې له پاکستانه افغانستان ته ولاړ.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۸مه نېټه د پاکستان او چين پر سست پوله د پاکستان له لارې له چين څخه افغانستان ته سامان وړلو د بهير پیلولو په لړ کې په علامتي توګه د يوه ټرک سامان وړلو په اړه پرانیستغونډه وشوه.

د چارواکو په وینا، دغه ټرک د تجارتي مالونو د نړیوالو لارو (انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ یا ټی ای ار) د نظام لاندې د پاکستان له لارې افغانستان ته سامان وړی دی.

د یاد نظام لاندې د نورو ګمرکي لارو غوندې په نړیوالو سرحدونو له محصولاتو او مالیو پرته پر ځمکنیو لارو تجارتي راکړه ـ ورکړه کېږی. د ټي ای ار نظام یو شرط دا هم دی چې د هېوادونو ترمینځ تجارت پر ځمکنیو لارو کېږي. پاکستان هم د همدې تړون له مخې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا او روسیې څخه مالونه د تورخم پر لار خپل هېواد ته وړي.

د کسټم چارواکي وایي د ځمکې له لارې د سیمې هېوادونو ترمینځ تجارت وده مومي او مالونه نه یوازې په تیزۍ سره نړیوال مارکیټ ته رسيږي بلکې د ټرانسپورټ مصرف یې هم کمېږي.

په پيښور کسټم هاوس کې د ټرانزټ ټریډ یو چارواکي شمس الرحمان مشال راډیو ته وویل چې د تړون ترمخه په یو ګاډي کې بار شوی مال له بېلا بېلو هېوادونو تېریږي او خپل منزل ته رسیږي. ''ګاډي بې له خنډه او ځنډه له یو شمېر ملکونو تېریدلی شی. په دې کې بار مال له یو ګاډي بل ته نه اچول کېږي بلکې په هم هغې ګاډي کې خپل منزل ته رسېږي چې په کوم ګاډي کې چې له پيله بار شوی وي. یوازې په صفري نکته یې اسناد کتل کېږي. د دې سره وخت او مصرف کمېږي.''

دا هم وګورئ:

د ټي ای ار نظام لاندې له روسيې په سامان بار ټرکونه پاکستان ته رسېدليله روسیې د مایع ګیس ټانکرې د تورخم له لارې پاکستان ته رسېدلې دي د تورخم له لارې له افغانستانه د څارویو پر درامد بندیز لګېدلی دی

په خیبر کې سوداګرو د هېوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو بحالېدو هرکلی کړی خو ځینې سوداګر وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تېرو وختونو کې د ټي ای ار تړون څو څو وار ځنډول شوی او پکار ده چې د هغه تړون د دایمي عملي کېدو ته دواړه هېوادونه ژمن پاتې شي.

اقتصاد پوهان وایي چې د ځمکې له لارې د چین، پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمینځ اقتصادي اړیکې پیاوړی کېږي او په پاکستان کې ورسره د کار نوی موقعې پیدا کېږي.

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق وایي، پاکستان او افغانستان دا مهال د انرژۍ او خوړو له کمي او ګرانۍ سره مخ دي او دا دې ډول اقداماتو تر ټولو زیاته ګټه د دواړو هېوادنو وګړو ته رسېږي. '' د خلکو غذایي ضرورت او د ټیکنالوژۍ کمښت به ورسره پوره شي. خلک د نورو اقتصادي چیلنجونو سره هم مخ دي چې دا قسم اقدامات یې ستونزې هوارولی شي.''

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.