د خیبر پښتونخوا حکومت د صحت وړیا روغتیايي خدمات محدودوي

پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یوه نرسه د ډېنګي په تبې د اخته ناروغ درملنې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبرپښتونخوا نگران حکومت په صحت کارډ د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر محدودولو پرېکړه کړې ده.

چارواکي وایي یوازې هغو خلکو ته هغه خدمات ورکوي چې امدن یې تر ۳۱۰۰۰ وي او یا په بینظیر انکم سپورټ پروګرام کې شامل وي.

د صحت په اړه د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلا مشير پروفیسر رياض انور خان د زيارت پر ورځ ( د سېپټېمبر په اوومه) يو مطبوعاتي کانفرنس ته وويل چې کابینې پرېکړه چې میاشتنۍ ۳۱،۰۰۰ روپو ګټونکو ته هغه خدمات ورکول دوامداره وساتي.

هغه وويل چې د صوبې باقي پاتې اوسېدونکي به د خپل وس او توان مطابق د علاج پيسې ورکوي او څه به ورسره حکومت ومني.

خو ولس د نګران حکومت دا پرېکړه ولس دښمنه بللې ده.

دا هم وګورئ: خیبر پښتونخوا کې په صحت کارډ وړیا روغتیايي خدمات بحال شوي دي

په پېښور پوهنتون کې د پښتو څانګې زده کونکي محمد شاه مشال راډیو ته وویل، حکومت دا ظالمانه فيصله کړيده: '' یو خو ګراني زیاته ده او د کور ضرورتونه نه شو پوره کولی او بل حکومت د صحت کارډ اسانتیا هم ختموي. دا د قام سره ټوکې دي او له ولس سره زیاتی دی.''

حکومتي چارواکي وايي، پر صحت کارډ هر کال شاوخوا یو کم څلوېښت اربه روپۍ لګښت راځي.

د بیمو دولتي اداره له تېر یو کال راهیسې په خپلو پیسو د درملنې اسانتیاوی ورکوي. هغه وویل چې اوس هم د خیبر پښتونخوا حکومت یې ۲۴ اربه روپۍ پوروړی دی.

د بیمې هغې ادارې په اپرېل او مې میاشتو کې هم تر لنډ وخت پورې د صحت کارډ له لارې روغتیايي خدمات بند کړي ول چې بیا یې تر حکومتي ډاډ وروسته بحال کړل.

دا هم وګورئ:

خیبر پښتونخوا کې د مالي بحران له وجې د صحت کارډ وړیا روغتیايي خدمات ځنډېدلي دي

حکومت وایي هغه خدمات ورکونکي کسان یې پر پینځو درجو وېشلي دي چې کم امدن او بینظیر انکم سپورټ پروګرام اخیستونکو ته سل فیصده وړیا خدمات جاري ساتي.

دار راز، هغه کسان چې د مياشتې تر ۳۷۰۰۰ روپو پورې امدن لري هغوی به ۴۰ سلنه خپلې پيسې ورکوي او پاتې به له صحت کارډ نه ادا کېږي. هغه کسان چې شاوخوا ۶۳۰۰۰ روپۍ میاشتنی امدن لري هغوی به ۵۰ سلنه مصرف له خپله جېبه ورکوي.

د صحت کارډ ادارې ترمخه، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنیو په صحت کارډ تر ۱۰ لکو روپیو پورې وړیا علاج کولی شي او په هغه پروګرام هر کال ۱۸ اربه روپۍ خرڅ راځي.

صحت کارډ پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت پیل کړی وو، خو وخت په وخت د مالي بحران له کبله له چیلېنجونو سره مخامخ شوی دی.