په کورمه کې پر ګاډو ډزو کې ۳ کسان ژوبل شوي دي

پاکستاني ځواکونه پاړه چينار ته پر تللې لاره ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

پاکستاني ځواکونه پاړه چينار ته پر تللې لاره ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

په کورمه کې د سورلو پر ګاډو ناپېژندليو وسلوالو بریدونه کړي چې د پولیسو په وينا، درې سني مساپر پکې ژوبل شوي دي.

په بره کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې ناپېژندليو وسلوالو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ماسپښین مهال لومړی پر يو پک اپ موټر او وروسته پر يوه بس ډزې وکړې چې د غوزګړي، سرسرنګ او حقدارې اوسېدونکي پکې ژوبل شول.

پوليس وايي تر پېښې وروسته يې ځينې مشکوک کسان نیولي او د برید ګرو د نیولو لپاره يې د لټون عملیات پيل کړي دي. بلخوا شیعه مشرانو پر مساپرو تازه بریدونه غندلي دي.

دا هم وګورئ: په کورمه کې شیعه او سني مشرانو د سیمې پر امنیت جرګه کړې ده

د دیسمبر پر ۳۰مه هم، د کورمې د پیواړ د شیعه ګانو او د تنګي او میرمې سیمو د سنیانو ترمینځ نښته شوې وه چې د چارواکو په وینا، پکې دواړو خواوو سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې پوځیان د خبر له ترلاسه کولو سره سم هغې سیمې ته ورغلل او په دوو ساعتونو کې یې د دواړو خواوو وسلوال له مورچو ښکته کړل.

د هغه په وينا په نښته کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی. دواړو خواوو پر یو بل د نښتې پیلولو تور پورې کړی دی خو چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې کوي.

په کورمه کې له څه مودې راهیسې د مسلک او فرقې پر بنیاد په لارو کې د مساپرو په نښه کولو لړۍ روانه ده چې يوشمېر کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده. په کورمه کې د تېر کال په جولای مياشت کې شیعه او سني ډلو د امن یوه لوظنامه وکړه چې له مخې يې د تګ راتګ لارې به خلاصې ساتي او د ناامنۍ د پېښې رامینځته کېدو بدل به څوک نه اخلي بلکې حکومت ته به موقع ورکوي.

ځايي ولس د مظاهرو له لارې له حکومته د تګ راتګ لارو د خونديتوب غوښتنې کړې دي. خو حکومت ويلي چې هغوی په دې اړه اقدامات کوي.