د انګور اډې پرلتوال وايي د اتوو میاشتو تېريدو باوجود یې حکومت غوښتنې نه دي منلي

د انګور اډې خلک د مظاهرې په مهال - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې پرلتوالو ویلي چې د اتو میاشتو تیرېدو باوجود یې حکومت غوښتنو ته غوږ نه دی ايښی او نه یې دي منلي.

دا پرلتوال غواړي چې د ځايي خلکو لپاره پر ډيورنډ کرښه د افغانستان سره تګ راتګ بې له وېزې او پاسپورټ‌ وي. خو د پاکستان حکومت ويلي‌ چې هر سفر کوونکی کس باید وېزه او پاسپورټ ولري.

د پرلتوالو یو مشر محب وزیر د جون پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د پاسپورټ او ویزو شرط له وجې له یو شمیر مشکلات سره مخ دي خو حکومت یې ستونزو ته پام نه کوي. "تراوسه پورې له موږ سره د ریاست لخوا هېڅ مذاکرات نه دي شوي. ریاست زموږ په مطالباتو غور نه کوي نو له دې معلومېږي چې ریاست دا خاوره او خلک خپل نه ګڼي."

دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان مشران: اسلام اباد کې د جرګې اجازه را نه کړل شوه

ځېنو نورو پرلتوالو بیا مشال رېډیو ته وویل چې حکومت یې د تعلیم، صحت او نورو بنیادي سهولتونو ورکولوغوښتنې هم نه دې منلي. خو د کوز جنوبي وزیرستان ډیپټي کمیشنر محمد ناصر خان مشال رېډیو ته وویل چې د ویزو او پاسپورټ شرط د پاکستان وفاقي حکومت عملي کړی دی چې له منځه وړل یې د ځايي انتظامیې واک نه دی.

البته هغه ادعا وکړه چې په سیمه کې د تعلیم، روغتیا او نورو بنیادي اسانتیاوو لپاره یو شمیر اقدامات کړي دي. د هغه په وينا د انټرنېټ او موبایل نېټورک په بشپړې بحالې هم خبرې روانې دي.

د انګور اډې اوسېدونکو د ۲۰۲۳ د نومبر له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط د ختمولو تر څنګ د هغه سيمې د امنيت د ټينګښت او د ژوند د بنيادي اسانتياو د ترلاسه کولو په موخه احتجاجي پرلت وهلی دی. دوی همداراز په خپله سیمه کې انټرنېټ او موبایل نېټورک غواړي.

د انګور اډې دغو پرلتوالو د چارواکو سره خبرو لپاره پېښور او اسلام اباد ته د قومي مشرانو يوه جرګه هم لېږلې وه. البته دغو قومي مشرانو ته په اسلام اباد کې د جرګې او پریس کلب د کارولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

خو د مې پر ۱۵مه، په پېښور پریس کلب کې د خبرو په مهال دغو قومي مشرانو زیاته کړه چې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودو پالیسي ځکه د منلو وړ نه ده چې دواړو خواوو ته ددوی خپل خپلوان اوسیږي. د دوی په خبره، د پاکستان حکومت لخوا د سفري‌اسنادو شرط د دوی غم،‌ ښادۍ او سوداګري خرابه کړې ده.

په پېښور کې د خبري غونډې په مهال د انګور اډې مشرانو دا هم وويل چې د پاسپورټ د لازمي کېدو شرط د دوی د قام هغه بچي له تعليمه بې برخې کړې دي چې په پکتیکا کې اوسېږي خو ښوونځي يې د وزيرستان په خوا کې وو. دوی زیاته کړه چې حکومت دې زر تر زره خپله پالیسي بدله کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې له افغانستان سره پر انګور اډې، تورخم، چمن او نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کړي دي. له دې وجې پر ډيورنډ کرښه مېشتو خلکو او سوداګرو احتجاجونه کړي دي خو حکومت خپله پرېکړه بیرته نه ده اخیستې. چارواکي‌وايي د امنيتي ساتلو لپاره ضروري ده چې هر څوک د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه وکاروي.