په بنو کې يو پولیس او په لکي مروت کې ۳ مشکوک وسله وال وژل شوي

په بنو کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا چارواکي په بنو کې وسله والو پر پولیسو برید کړی او په لکي مروت کې د پاکستان امنيتي ځواکونو يو ډرون حمله کړې ده.

د بنو د پولیسو ویاند حنظ الله د جون پر ۲۶مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې وويل چې نامعلومو وسله والو د کېنټ تاڼې په حدودو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر يو افسر زبیر خان ډزې وکړي او هغه یې وواژه. د حنظ الله په وينا وسله وال تښتېدلي دي.

د بنو پولیسو همداراز ويلي چې وسله والو د پولیسو پر ګزمې هم په سړک کې ښخ کړی بم چوولی دی. د پولیسو په وينا په دې برید کې درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.

دا هم وګورئ: ميا افتخار حسین: موږ د پوځي عملياتو په نامه جنګي تجربې نه منو

بلخوا په لکي مروت کې پوځي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چې د جون پر ۲۵مه، د پاکستان پوځ په يو ډرون برید کې ۳ مشکوک وسله وال وژلي دي. دوی د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دا ډرون حمله د سرې درګې په پيرپل کې شوې ده.

چارواکو په دې برید کې د وژل شويو کسانو تعلق له حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې سره ښوولی دی. تر اوسه دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د جون په اوومه هم د شمالي وزیرستان په میرلي کې استخباراتي او پوځي سرچینو ادعا کړې وه چې درې وسله وال په يو ډرون برید کې وژل شوي وو. خو وروسته د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په يو رسمي بیان کې وويل چې هغه برید د ډرون نه بلکې د پاکستان د پوځ د توپچي چورلکو یا ګن شپ هیلي کاپټرو کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په ټول ملک کې به د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات پيلوي. ګڼو سیاسي ګوندونو د دې عملياتو مخالفت کړی دی. عوامي‌ نېشنل ګوند او تحريک انصاف ويلي چې د پاکستاني پوځ پخوانيوو عملياتو او مخکنيوو تجربو ته په کتلو له دې عملياتو د بهترۍ اميد نه لري.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې څو ځلې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات کړي دي. د دې عملياتو او وسلوالو سره د نښتو له وجې په لکونو خلک بې کوره شوي دي. که څه هم پوځ ويلي چې په دغو عملياتو کې یې ګڼ وسلوال وژلي خو اوسمهال د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د جرګو او جلسو له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې وسلوالو بیا فعاليتونه پيل کړي دي.