د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنۍ پرضد په رزمک کې جلسه کړې ده


د جون پر ۲۲مه په رزمک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې انځور.
د جون پر ۲۲مه په رزمک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د ناامنیو ضد د شمالي وزیرستان په رزمک کې احتجاجي جلسه کړې چې پکې زرګونه کسانو برخه اخیستې وه.

د جون پر ۲۲مه جلسې ته د غورځنګ مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل چې هلته ناامني او وسلوال ضد عملیاتو کې عام ولس ځورېږي، د پښتنو سیمو ته پردۍ جګړې وروړل کېږي او قبایلي ضلعې یو ځل بیا د جګړې میدان جوړېږي.

جلسې ته د غورځنګ مشرمنظور پښتین وویل چې د پراخو پوځي عملیاتو وروسته وسلوال بیا څنګه منظم شول؟ هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول شوی، دلته هدفي عملیات هم روان دي، خو بیا هم خلک وژل کېږي او د وسلوالو فعالیتونه زیاتېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان مشر عید رحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتون مېشتو سیمو ګڼ شمېر خلکو په دې جلسه کې ګډون کړی دی.

ویناوالو د پښتنو په سیمو کې پر خپلو وسایلو د خپل اختیار غوښتنه کوله او د امنیت پر ټینګښت یې ټینګار کاوه.

جلسې ته تاج ولي اپریدي وویل چې د پښتنو سیمې له قدرتي وسایلو ډکې دي، خو ځوانان یې په پردیو ملکونو کې مزدورۍ کوي، د ناامنۍ سره مخ دي او په ترهګرۍ ضد جګړه کې ځورول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې په اړه حکومت او پوځ رسمي بیان نه دی ورکړی، خو پوځي چارواکو چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پوځ هلته امنیت ټینګ کړی چې له امله یې غورځنګ هم هلته جلسه وکړای شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي او جنوبي وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت او نورو سیمو خلک هلته له ناامنیو سر ټکوي.

په شمالي وزیرستان کې له مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او هدفي بريدونه پکې زیات شوي دي.

سږ کال له پیل راهسې په شمالي وزیرستان کې ۲۸ هدفي بریدونه شوي دی چې پکې یوشمېر ځايي فعالانو، مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي. پوځ او حکومت وایي په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره په سیمه کې هدفي عملیات هم کوي.

XS
SM
MD
LG