خیبر پښتونخوا: د تشدد په بېلا بېلو پېښو کې د امنیتي عسکرو په ګډون اووه تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع خیبر کې پولیسو د ډیوټۍ پرمهال. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د تشدد په یو شمېر پېښو کې د امنیتي عسکرو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپي شوي دي.

د چارسده د پولیسو چارواکي وايي چې د اګست پر لسمه سهار مهال د وسله والو په برید کې د پولیسو یو چارواکی وژل شوی دی.

د دوی په وینا، د چارسدې سرکي عصمت الله نومي کس د سپيشل برانچ افسر هغه مهال وژل شوی چې له کوره د خان ماهي تاڼې پر لور کار ته روان وو.

پولیس وايي د پېښې له ځایه ثبوتونه راغونډوي چې په دې پېښه کې ککړ کسان معلوم کړي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

دا هم وګورئ:

د موسکي او حسوخېلو خلک وايي پوځ ورته د سړک غاړې کورونو پرېښودلو امر کړی په شمالي وزیرستان کې "د حکومت پلوه طالبانو" يو قوماندان وژل شوی

تر دې وړاندې په بنو کې د اګست نهمې په شپه په میریان سیمه کې وسله والو د پولیسو پر موټر برید کړی چې په نتیجه کې یې یو ولسي‌ وګړی وژل شوی او شپږ تنه نور ټپي شوي دي.

د بنو پولیسو ایس پي احسان الدین د اګست پر نهمه رسنیو ته وویل چې په ټپیانو کې د میریان تاڼې ایس ایچ او، دوه نور پولیس او درې عام وګړي شامل دي.

د ده په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې وسله والو د میریان تاڼې په حدودو کې پر سي پیک سړک پر پولیسو برید وکړ او د شاکراالله په نامه د بکاخېلو یو اوسېدونکی پکې ووژل شو. د دې برید زمه واري هم تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستې.

بل پلو د اګست پر نهمه د صوبې په هنګو کې بمي چاودنې یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د پولیسو ضلعي مشر محمد خالد خان رسنېوته ویلي چې له ټل څخه کوهاټ ته روان یو سبزي وړونکی موټر وکيشنل کالج ته پر مخامخ سړک پر ښخ کړل شویو پنځه کلو بارودي‌ موادو برابر شوی او دا چاودنه شوې ده.

نوموړي‌ زیاته کړه چې دوی په دې اړه پلټنې کوي خو تر اوسه چا د دې پېښې زمه واري نده منلې.

دا هم وګورئ:

د سوات خلکو د امنیت په حق او د عملیاتو خلاف مظاهره وکړهد پاکستان پوځ: قوانين د ډيجيټل ترهګرۍ په مخنيوي کې ناکامه شوي دي


په عین وخت کې د پاکستان پوځ ویلي چې د اګست پر نهمه یې په خیبر ضلع کې په درو بېلا بېلو ځایونو کې له وسله والو سره په نښتو کې څلور وسله وال او درې امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ له تيرې اوونۍ راهسې د پاکستانيو طالبانو او نورو وسله والو لپاره د " خوارج" ټکې کاروي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې د اګست پر نهمه ویلي‌ چې په دې سیمه کې د نورو وسله والو میندلو لپاره عملیات روان دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ د دې ادعا په اړه پخلی نه شي کولای او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات لا پسې خراب شوي دي. د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه په ملک کې د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیات منظوري هم ورکړې وه خو ولس او سیاسي ګوندونو یې په سخته مخالفت کړی وو.