د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسکي او حسوخېلو خلک وايي پوځ ورته د سړک غاړې کورونو پرېښودلو امر کړی


د شمالي وزیرستان خلک وايي، تر دې وړاندې هم په کډو کولو اړویستل شوي وو: انځور له ارشیفه
د شمالي وزیرستان خلک وايي، تر دې وړاندې هم په کډو کولو اړویستل شوي وو: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د میرلي د موسکي او حسوخېلو اوسېدونکي وايي چې پوځ ورته ویلي دي چې د عمومي سړک دواړو خواوو ته د ۵۰۰ میټرو په فاصله کې پراته خلک دې کورونه پرېږدي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې، پولیسو او پوځي چارواکو لا د سیمې د اوسېدونکو دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو د چارواکو دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېده. د سیمې خلک وايي، ورته ویل شوي چې وسله وال د خلکو له کورونو نه په ګټه اخیستو پر امنیتي سرتېرو بریدونه کوي نو ځکه حکومت دا ګام اخیستی دی.

د موسکي او حسوخېلو اوسېدونکو د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو تېره ورځ د امنیتي ځواکونو د کاروانونو مخنیوي لپاره عمومي سړک کیندلی دی چې تر هغې وروسته پوځ ځايي ملکانو ته اطلاع ورکړه چې خلک دې کورونه خالي کړي.

د حسوخېلو یو اوسېدونکی وقار خان وايي، د دې له وجې یوشمېر کورنۍ د اګست د اتمې نېټې په ماښام ناوخته له خپلوانو کره دېره شوې او ځینې خلک بنو ته ولاړل. نوموړي وړاندې وویل:

"د سیمې خلک د حکومت دې پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي. پرون ماښام دلته بیا د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب د عملیاتو د پیلیدو په شان منظر وو. په توره شپه د خلکو کډې بنو ته روانې شوې. موږ له واکدارانو پوښتنه کوو چې دا وطن موږ درته د دومره ډېر وخت لپاره پرېښی وو نو تاسو امن ولې بحاله نه کړلو؟ له کورونو په ۵۰۰ میټره د خلکو د لرې کولو په ترڅ کې به امن څنګه بحالوئ؟ "

د موسکي اوسېدونکي مقتدر خان مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان خلکو یوه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د عملیاتو له وجې کلي او کورونه پرېښوول خو پر دې سربېره هلته امن پر ځای نه شو او هدفي بریدونه روان دي. هغه وویل:

"موږ ته مازیګر د پوځ له خوا اطلاع راکړل شوه چې کورونه خالي کړئ چې دلته کارروايي کوو. موږ دا کار د ضرب عضب د عملیاتو په وخت کې هم کړی وو، کورونه، بازارونه او سیمې مو ورته پرېښودلې وې. زموږ ځیني خلک خو لا تر اوسه کډوال دي او په کیمپونو کې پراته دي. موږ د پوځ نه مطالبه کوو چې دلته ترهګري ختمه کړه او دلته امن بحال کړه. "

نوموړی وايي پوځ د امن په راوستلو کې پاتې راغلی او په سیمه کې یې د ۱۰۰۰ نه زیاتې هدفي پېښې مخې ته راغلې دي چې پکې د سیمې خلک او مشران په نخښه کړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، پوځ دې دا ځواب راکړي چې ایا ترهګري یوازې د وزیرستان په کلیو کې ده؟

خو پوځ تر دې دمه د وزیرستان د خلکو د دې پوښتنو ځواب نه دی ویلی. مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د پولیسو او د پوځ تر څنګ د استخباراتي ادارو نظر هم راواخلي خو د بیا بیا هڅو باوجود هم چا ځواب ورنه کړ. د پاکستان پوځ تر دې وړاندې ویلي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په موخه وخت په وخت هدفي عملیات ترسره کوي.

موسکي او حسوخېل د میرلي هغه کلي دي چې پکې په تېرو کلونو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي او لسګونه حملې شوې دي. خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG