د تورخم دروازې د پرانیستلو د اعلان باوجود، د پاکستان امنيتي ځواکونو خلکو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې

پاکستاني پوځيان پر تورخم دروازه ولاړ دی - انځور له ارشیفه

په تورخم کې د پاکستان ملکي چارواکو ويلي وو چې د طالبانو او اېف سي ځواکونو ترمنځ تر نښتې وروسته دغه لاره پرانیستل شوې وه خو وروسته د پاکستان امنيتي ځواکونو چا ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د تورخم يو انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۱۳مه، مازیګر مهال تر یوه اوږد انتظار باوجود هم چا ته اجازه نه ورکول کیږي چې په تورخم پوله افغانستان ته واوړي. دغه انتظامي چارواکي وویل چې د پاکستان د پوځ د ميلټري اپریشن ډایریکټریټ (د پوځ عملياتي څانګې) په امر پر تورخم دروازه په تګ راتګ یو وار بیا بندیز لګول شوی دی.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۳مه، په تورخم کې دپاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې مرستيال مشر، یاسر خان مشال ریډیو ته ويلي وو چې خواوشا سهار لس نیمې بجې لوړپوړو چارواکو، دوی ته امر وکړ چې "د امیګریشن (کډوالۍ) چارې فعاله کړئ نو اوس تورخم دروازه خلاصه شوې ده." نوموړي زياته کړه چې دوي خپل دفترونه خلاص کړي او په تورخم به زر د مساپرو تګ راتګ پيل شي.

تر دې مخکې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي وو چې د اګست پر دولسمه مازیګر مهال یې په تورخم کې يوه پوسته جوړولو چې پاکستانيو ځواکونو ورباندې ډزې وکړي. د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې په غوړکي سیمه کې د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې د افغانستان خوا ته يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي. د هغه په وينا طالبانو په ځواب ډزو کې د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې ورانې کړې دي.‌

دا هم وګورئ: د تورخم ګمرک کلېرینګ ایجنټانو د ټرکونو د سفر موقتي اسنادو پر ضد کاربندېز کړی

پاکستانيوو چارواکو افغان لور ته د مرګ ژوبلې او د خپلو دوو پوستو د ویجاړېدو د ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. خو په تورخم کې د سرحدي ځواکونو يو افسر د نوم نه خپرولو په شرط د اګست پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د طالبانو په ډزو کې درې پاکستاني سرتيري ژوبل شوي دي. دغه افسر ومنله چې نښته هغه مهال پيل شوه کله چې طالبانو يوه مورچه جوړوله.

تر دې نښتې وروسته د تورخم لار په بشپړ ډول بنده شوې وه. دواړو خواوو ته سوداګریز مالونه وړونکي ګاډي ولاړ وو او سفر کوونکي هم خپلو کورونو ته ستانه شول.

د نښتو عيني شاهدانو مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۱۳مه ډزې ودرېدلې وي خو تېره ورځ سخته جګړه شوې چې دواړو غاړو پکې درنې وسلې هم کارولې دي. د پاکستان خوا ته، له تورخم سره نيږدې اوسېدونکي خلک د جګړې له وېرې لواړګي ته کډه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان او پاکستاني ځواکونه په تورخم کې نښتې کوي. تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم پر لاره د کسټم کلېرنګ ایجنټانو د اګست له دولسمې څخه د کاربندیز اعلان کړی وو. دوی ويلي تر هغه وخته به کار نه کوي چې د پاکستان حکومت پر ډرایورانو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي نه وي. د دوی په خبره د سفر لپاره لنډمهالي سفري اسناد يا ټاډ نه مني.

په تورخم کې د کسټم کلېرنګ ایجنټانو د اتحادیې یو مشر نظیم ګل د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل په کار ده چې د پاکستان او افغانستان سوداګر ورسره همکاري وکړي. "نه به امپورټ ځي، نه به ایکسپورټ ځي او نه به ټرانزیټ ځي. دا پالېسي چې یې تر څو بیرته نه وي اخیستې، تر هغه وخته به زموږ هړتال روان وي." د پاکستان چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی. خو حکومت د اګست له لومړۍ نېټې په تورخم کې هغه پاکستاني او افغان ډرایوران ایسار کړي چې پر پوله د تیرېدو لپاره لنډمهاله اسناد یا ټیمپرري ایډمشن ډاکومنټ (ټاډ) نه لري.

د خیبر درې پر لاره د مال وړونکو ګاډوډرېورانو مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد دې پرېکړې له "سخت کړاو" سره مخامخ کړي دي. هغوی زیاته کړې چې د اسنادو ترلاسه کولو لپاره یې په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته غوښتنلیکونه ورکړي دي خو ځینو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

ټاډ هغه سند دی چې په پاکستان کې یې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ پاکستانيو ګاډو چلوونکو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان ګاډو چلوونکو ته ورکوي او په هرو شپږو میاشتو کې باید تازه شي. پاکستاني چارواکي وايي، هغه کسان چې پر تورخم دروازې تګ راتګ کوي باید دغه سند له ځانه سره ولري.