د منځنۍ کورمې اوسېدونکي وايي امنيت ساتل د ولس کار نه دی، امنيتي ځواکونه دې يې وساتي

د کوه سفيد عملیاتو په وخت د کورمې کډوال - انځور له ارشیفه

د منځنۍ کورمې اوسېدونکي وايي په سیمه کې د وسله والو له وېرې د هغوی په خلاف څه نه شي کولی ځکه چې له بریدونه یې ويريږي. د دوی په وينا حکومت دې امن برابر کړي.

د کوچي سیمې یو سیاستوال خواجه ناهید د اګست پر ۲۸مه،‌ په صده کې د امنیت په اړه د یوې غونډې پرمهال وویل، که د سیمې خلک د وسله والو خلاف کېږي نو هغوی یې نه پرېږدي او که له ویرې یې کومه خبره مني نو بیا یې پوځ پر ضد اقدامات کوي. هغه زیاته کړه چې له کله یې سیمې ته وسله وال ورغلي نو خلک حيران دي چې څه وکړي؟ هغه وويل: "موږ حیران یو چې څه وکړو. که د يو خوا حمايت يا مخالفت کوي نو دا بله خوا دې نه پريږدي.‌"

په صده کې د امنیت په اړه په جوړې شوې غونډه کې د سیمي مشرانو، مدني فعالانو، سیاستوالانو او نورو ګڼو خلکو ګډون وکړ. دوی پر حکومت غږ وکړ چې د امنيت لپاره دې سنجيده ګامونه واخلي. په غونډه کې شامل د خویداد خیلو ملک نور رحمان وويل: "که حکومت خلکو ته تحفظ نه شي ورکولې نو پوځيان دی له سیمې وباسي. زموږ ځایونه دې موږ ته پرېږدي، موږ پوه شه او امنيت مو."

د کورمې خلکو د اګست پر ۱۶مه په صده کې د وسله والو د موجوديت او په دې اړه د حکومت خبرولو لپاره احتجاج کړی وو. په دې مظاهره کې د پاړه چمکنیو ګڼو خلکو ګډون وکړ او هلته د ناامنۍ او د وسله والو د بیا فعاله کېدو پرضد یې شعارونه ورکړل.

د پاړه چمکنیو د ځوانانو د تنظیم غړي او مدني فعال ابوبکر کورمېوال د مظاهرې پر وخت مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې شاوخوا ۴۰۰ وسله وال د دوی سیمې ته ورغلي او ځایي ولس یې په تکليف کړی ځکه چې له دوی په زور پیسې او ډوډۍ غواړي.

د ځايي خلکو په وينا، په پاړه چمکني کې دا وخت بابرټن، ماڼې، پیاندې نښتر پاڼه، خرلاکړی، دادمیر کلی، صدوناواګئې ډاباډو، سترتوې او یو شمېر سیمې له څو ورځو د وسله والو په واک کې دي. ځايي چارواکي په دې اړه خبرې نه کول غواړي خو د اګست پر ۱۵مه یو پوځي چارواکي کرنل سهیل بابر یوې غونډې ته ویلي وو چې پوځ د سیمې امنیت ته ژمن دی او هېڅوک به د امنيت ګډوډول ته نه پريږدي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. سیاسي او د بیلا بېلو سیمو مشرانو د دې عملیاتو مخالفت کړی دی ځکه چې دوی دريځ لري چې تېرو هغو هم څه ګټه نه ده کړې. د اګست ۲۸مې غونډې ته د کورمې يو مدني فعال،‌ وريښمين خان وويل چې هېڅ پوځي عمليات نه مني. "موږ دا سیمې بیا نه شو پرېښودلی. دا نه شي کېدلی چې موږ بیا خپل کلي دوی ته خالي‌کړو. داسې طریقه به جوړوو چې حکومت او پوځ موږ ته امن برابر کړي."

د پاکستان پوځ په کورمه کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د وسله والو پر ضد څو ځل عمليات کړي دي. د دې عملياتو پر مهال په لکونو خلک بې کوره شوي چې ځيني یې لا هم خپلو سیمو ته نه دي‌ستانه شوي. خو د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ اوسني حکومت وايي چې دا ځل به پوځي عملیات د پخوا په څیر نه وي او خلک به کډوالۍ ته نه مجبورېږي.