اتمانزیو جرګې د احتجاج په توګه، د بنو - غلام خان سړک تړلی دی

تجارتي مال وړونکی ټرک د غلام خان پر لاره - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان په میرلي کې اتمانزیو جرګې احتجاج پیل کړی دی او د بنو ـ غلام خان سړک یې د تګ راتګ په مخ تړلی دی.

جرګې دا احتجاج د سېپټېمبر پر ۳۰مه وروسته له هغې پیل کړ چې په وینا یې حکومت او پوځ د امنیت ټینګښت او د دوی غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

خو بل طرف عام خلک او په ځانګړي ډول تاجران وایي چې د اتمانزیو جرګې پرلپسې احتجاجونو او سړکونو د بندېدو له کبله افغانستان سره تجارت په بیا بیا بند شوی دی.

دا هم وګورئ: رزمک کې د ناامنیو ضد احتجاج شوی دی

د شمالي وزیرستان سبزیو او مېوو تاجرانو اتحادیې جنرل سیکرټر قمر زمان مشال راډیو ته وویل چې څو ورځې وړاندې د غلام خان بندر تړل او اوس د اتمانزیو جرګې احتجاج د دوی تجارت اغېزمن کړی. هغه وویل د غلام خان سړک بند دی او د مالونو بار ګاډي ایسار شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غلام خان لاره هم د سېپټېمبر پر ۱۹مه د افغان طالبانو او د پاکستاني پوځ ترمینځ تر نښتو وروسته تر څو ورځو پورې تړل شوې وه.

اتمانزیو جرګې تر دې وړاندې د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې د امنیت ټینګښت او نورو غوښتنو په موخه امن پاڅون په نامه لاریون کړی وو او دغلته غځېدلی د ګیس پایپ لاین یې د احتجاج په توګه پرې کړی وو.

د بنو سبزیو او مېوو منډی مشر حکم زاد خان مشال ریډیو ته وویل چې د جرګې مشرانو نه یې خواست کړی چې غلام خان سړک دې نه تړي، ځکه د مالونو بار ګاډي ایسار دي او عام ولس ته تاوان رسېږي.

هغه وویل: "د احتجاج په وجه په وار وار غلام خان سړک تړل شوی دی. د پولې پورې تلونکي ګاډي په نورو لارو چې راغلي، نو اضافي خرڅې شوي او کېږي. سبزی او مېوې هم چې پر وخت ونه رسېږي نو خرابېږي. څو اتمانزای مشران که لږ فکر وکړي چې تاوان د بل چا دې که د خپلو خلکو تاوان کېږي. که د ورځې نه وي، نو د شپې خو دې لار خلاصه کړي چې د مالونو بار ولاړ ګاډي وځي."

تر دې مخکې د اتمانزیو جرګې په سیمه کې د ناامنۍ خلاف جرګې، ولسي غونډې او احتجاجونه کړي دي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال ریډیو ته وویل چې له اتمانزیو جرګې مشرانو سره په وار وار خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی دی. هغه وویل د امنیت ټینګښت لپاره حکومت، پوځ او پولیس هڅې کوي او دغلته په ګیس او نورو طبیعي وسایلو باندې کارکوونکو پروژو کې ځايي خلکو ته د روزګار موقعې ورکړل شوې دي او نوره هڅه هم کېږي.