د لاسرسي ځای

تازه خبر

رزمک کې د ناامنیو ضد احتجاج شوی دی


د اګست پر ۲۸مه په رزمک کې خلک د امن د ټینګښت لپاره د احتجاج په مهال.
د اګست پر ۲۸مه په رزمک کې خلک د امن د ټینګښت لپاره د احتجاج په مهال.

د شمالي وزیرستان په رزمک کې ولسي وګړو د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد احتجاجي لاریون کړی دی.

دا اګست پر ۲۸مه لاریون په داسې حال کې شوی چې د وه ورځې مخکې په رزمک بازار کې چاودنې دوه کسان ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل. وروسته دوه ژوبلو په روغتون کې ساه ورکړه.

احتجاج کونکو وویل چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي. په لاریون کې شریک د رزمک مولانا شاکرالله د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل حکومت دې خلکو د امنیت ورکو ذمه وارۍ پوره کړي.

دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې څو ورځې وړاندې په رزمک کې چاودنه وشوه.
دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې څو ورځې وړاندې په رزمک کې چاودنه وشوه.

هغه وویل چې دلته په چاودنه کې انسانان ووژل شول خو حکومت ورباندې ځان خاموش کړ. "موږ داسې نه کښېنو. حکومت ته ورځو ورسره خبره کوو چې زموږ د راتلونکي لپاره غم وخوري."

هغه زیاته کړه "زموږ وینې تویېږي، حکومت ورباندې ولې غلې دی؟ دا دومره پوځ د څه لپاره پروت دی چې امن نشي راوستلای؟"

د رزمک تحصیلدار شیر بهادر وزیر مشال راډیو ته وویل چې احتجاج کونکو ته یې د امنیت ډاډ ورکړی او ورته یې ویلي چې جرګه کې به یې غوښتنې واوري او اړوندو اعلا چارواکو ته به یې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي. د اګست پر ۲۵مه په میرلي کې د امنیت ټینګښت لپاره ولسي خلکو د امن پاڅون په نوم احتجاج کړی وو چې پکې زرګونه کسانو ګډون کړی وو. په هغه ورځ هم وسلوالو د احتجاج د ځای سره نېږدې په برید کې یو تن وواژاه او بل یې ژوبل کړ.

تر دې مخکې د اتمانزیو جرګې، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ناامنۍ خلاف جرګې، ولسي غونډې او احتجاجونه کړي دي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې خلاف یې ځايي اوسېدونکو په بیا بیا احتجاجونه کړي دي. په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي هلته امنیت ټینګولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG