خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې په ملکي چارو کې د پوځ د مبیینه مداخلې او امنيت په اړه بحث شوی دی

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ځينو حکومتي غړیو د هېواد په سیاسي او انتظامي چارو کې د پوځي ادارو په مداخلت نيوکې وکړي خو د د مخالفو سیاسي ګوندونو غړيو پر پخواني وزيراعظم عمران خان د وسله والو د بیا بحالۍ تور پورې کړ.

د حزب اختلاف غړي وويل چې صوبایي حکومت صوبایي اسمبلۍ د قانون سازۍ او د صوبې د ولس د ستونزو د حل کولو پر ځای د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کاروي. د دوی په وينا د اسمبلۍ ډېر وخت د عمران خان د خوشې کولو په اړه په سیاسي بیانونو تېريږي او پر ولسي ستونزو خبرې نه کېږي.

د سیپتمبر پر ۳۰مه، د اسمبلۍ د غونډې وروسته، د حزب اختلاف غړي صوبیې شاهد مشال راډیو ته وویل چې په اسمبلۍ یواځې په یوه ورځ کې تر ۴۰ لکو پورې مصرف راځي، خو د تحریک انصاف غړو د صوبې د مفاداتو او قانون سازۍ پر ځای په اسمبلۍ کې دننه د جلسو او جلوسونو یو ماحول جوړ کړی دی.

دا هم وګورئ: د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ حکومتي غړي وايي پوځ دې په سیاست کې د لاسوهنې پر ځای امنيت ټينګ کړي

د حزب اختلاف د دا ډول نیوکو په ځواب کې د اعلا وزیر سلاکار امجد علي د اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د صوبې ولس تر ټولو مخکې له عمران خان سره ولاړ دی نو ځکه دوی دا مسایل په صوبایي اسمبلۍ کې راپورته کوي.

هغه وویل: "موږ چې خپلو حلقو ته ځو نو له موږ څخه خلک سړک، روغتون یا سکول نه غواړي بلکې هغوی موږ ته وايي چې تاسو عمران خان له زندانه راوباسئ ځکه چې هغه په غیر اییني توګه په زندان کې دی. ظالم حکمرانانو او ظالم اسټبلشمنټ بند کړی دی."

د موجوده وفاقي حکومت په پالیسیو او د امنیت د خرابې وضعې په اړه د حکومتي غړو نیوکو په ځواب کې د حزب اختلاف ښځینه غړې شهلا بانو د اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په مرکز کې د عمران خان تر حکومت مخکې د میا نواز شریف په مشرۍ کې د هغه وخت حکومت د ضرب عضب پوځي عملیاتو له لارې وسلوال د پولې بلې غاړې ته په تېښته مجبور کړي وو.

هغه ادعا وکړه چې د تحريک انصاف د عمران خان په حکومت کې بیا د مذاکراتو له لارې وسلوال بېرته راوستل شول نو ځکه اوس په صوبه کې امنیتي حالات خراب شوي دي. "زما رهبر نواز شریف چې ضرب عضب یې شروع کړی و نو په هغه کې امنیتي ادارو او پوځ د سیاسي قیادت سره په ملتیا قربانۍ ورکړې وې او امن یې قایم کړی وو. خو چې کله د تحریک انصاف حکومت راغی، نو ۴۰،۰۰۰ ترهګر یې له افغانستانه راوستل، او د زندانونو هم راخلاص کړل او په خېبر پښتونخوا کې یې ځای په ځای کړل."

خو حکومتي غړو په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف دا تورونه رد کړل او وویل چې د عمران د حکومت په دوره کې په خیبر پښتونخوا او ټول هېواد کې امنیتي وضع ډېره ښه وه، خو چې د ادارو په مداخلت سره په مرکز کې د عمران خان حکومت ختم کړل شو نو په پاکستان کې د جمهوري تحریک اتحادیانو د حکومت په دوره کې امنیتي وضع خرابه شوه او په هېواد کې سیاسي کړکېچ هم زیات شو.