د تیرا راجګل له بې کوره شويو څخه ۵۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې

د تيرا کډوال - انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې انتظامي چارواکي وايي چې د کډوالو ستنولو په لومړۍ مرحله کې د اکتوبر پر ۲۹مه تیرا راجګل ته شاوخوا ۵۰ کورنۍ ستنې شوې دي.

د خيبر د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر ویاند انس خان د اکتوبر پر ۲۹مه، مشال راډیو ته په لېږدولي یو بیان کې ویلي دي چې د کډوالو کورنیو ته د ستنېدو پر وخت د سرحدي ځواکونو (اېف سي) او د قدرتي افتونو پر مهال د نظم ادارې لخوا خېمې او نور ضروري سامانونه ورکړل شوي دي. خو ځينې ستانه شوي خلک شکايت کوي چې حکومت ورسره د پیسو د ورکولو وعده نه ده پوره کړې.

د کوکيخېلو د ځوان تنظیم مشر ابرابر اپرېدي مشال راډیو ته د اکتوبر پر ۲۹مه وویل چې حکومت ورته د ۳۵،۰۰۰ روپیو ورکولو اعلان کړی وو خو نه دې ورکړل شوې. "د حکومت له اړخه راته یوه خېمه، د پخلي سامان او یو کمبل راکړل شوي دي. زموږ سره دا ژمنه شوې وه چې تاسو ته به د کورنۍ پر سر ۳۵ زره روپۍ هم درکوو خو د پي ډي اېم اې له اړخه سم انتظامات نه ول شوي نو ځکه دا پیسې راته ملاو نه شوې. له حکومته غوښتنه کوو چې په مذاکراتو کې د کومو پیسو وعده شوې وه، هغه دې راته راکړي."

دا هم وګورئ: سوداګر: د راجګل کډوالو د احتجاج له امله د پاکستان او افغانستان تجارت کم شوی

په خیبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر مهال د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) تر اوسه د پیسو د نه ورکولو په اړه څه نه دې ویلي.

د تیرا راجګل کډوالو کمېټۍ یو مشر زرغون شاه اپرېدي هم وويل چې په ژمي کې به ستانه شوي خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي نو پکار ده چې حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي. "ژمی دی. هلته یخني په زیاتېدو ده. پکار ده چې لومړی د ویجاړو شويو کورونو بیا رغولو سروې پکې ترسره شي چې متاثرینو ته پوره معاوضه ورکړل شي او کورونه پرې اباد کړي. باید د پاکو اوبو بندوبست هم وشي او ورسره د صحت داسې واړه مرکزونه خلاص شي چې ژر پکې د علاج نظام موجود وي."

د خیبر ضلعې انتظامي چارواکو ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر اخره پورې به خوا وشا ۲۰۴۱ کورنۍ یوازې د څپرې (چپرې) سیمې ته ستنوي او نورې پاتې (نېږدې ۴،۰۰۰ کورنۍ) به د ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې واستول شي.

دغه خلک تر هغه وروسته ستنېږي چې د راجګل کډوالو شاوخوا ۷۵ ورځې د خیبر په جمرود کې احتجاجي پرلت وهلی وو. دوی دا پرلت د اکتوبر پر ۱۵مه له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او په دې اړه به مهالویش هم اعلان شي، خو دا کار وځنډېد.

له راجګله په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې. بې کوره شويو خلکو له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کول او غوښتنه یې کوله چې خپلو سیمو ته دې ستانه کړل شي. حکومت که څه هم ځينې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې خو وروسته یې دريځ درلود چې لا هم په تیرا کې بشپړ امنيت نه دی راغلی نو ځکه خلک نه شي ستنولی.

دغو کډوالو افغانستان ته تللې تجارتي لارې هم د احتجاج په ډول تړلې وي چې له وجې یې سوداګري کمه شوې وه. په تورخم کې ګمرکي چارو یو کارکوونکي (کسټمز کلېیرنګ اېجنټ) او سوداګر مجیب شینواري مشال راډيو ته ويلي وو چې د راجګل د بې کوره شویو "د احتجاج له امله اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اوښتی نو ځکه دې حکومت دا مسله ژر حل او خلک خپلو سیمو ته ستانه کړي".