د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په تیرا کې د ۱۲ مشکوک وسلوالو وژلو ادعا کړې ده


په خيبر کې د پوځ سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.
په خيبر کې د پوځ سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر قبایلي ضلعې په لېرې پرته سیمه تیرا کې د هدفي عملیاتو پر مهال د ۱۲ مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې - ای ایس پي ار - د اګست پر ۳۰مه، په خبرپاڼه کې ویلي دي چې د خفیه معلوماتو پر اساس یې په تیرا کې د اګست پر ۲۸مه او ۲۹مه پراخ هدفي عملیات کړي دي او له وسلوالو سره د ډزو په تبادله کې یې ۱۲ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د اګست پر ۲۷مه هم د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د اګست له ۲۰ راهیسې یې په تیرا کې ۲۵ مشکوک وسلوال وژلي دي.

کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو پوځ وایي هلته دا عمليات د لښکر اسلام او جماعت الاحرار وسلوالو ډلو پر ضد کوي. هغو ډلو هم په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د امنيتي مطالعاتو یوې غیر سرکاري څيړنيزې ادارې "سېنټر فار ریسرچ اينډ سیکيوريټي سټډيز" د اګست پر ۲۶مه خپور کړي رپورټ کې ويلي چې د تېر ۲۰۲۳ز کال پرتله سږ کال په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله رامينځ ته شوې مرګژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده.

په خیبر او نورو قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښو پر ضد خلکو وخت په وخت جرګې، ولسي غونډې او لاریونونه کړي او له حکومته یې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې. حکومتي او پوځي چارواکي وايي په سیمه کې د امنیت بحالولو لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG