د جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې اوسېدونکیو خپل هغه پرلت ختم کړی چې پکې یې د دوو ماشومانو مړي د پوځ د کمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي وو.
هغو پرلتوالو د نومبر پر نهمه، ويل چې دوه ماشومان د پوځ د مارټر ګولۍ لګېدو له وجې وژل شوي دي. دوی زیاته کړې وه چې تر څو پوځ د داسې پېښو د نه تکرارولو ډاډ او کورنۍ ته ماليمعاوضه نه ويورکړې، پرلت به یې روان وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د احتجاج ګډونوال، شیرزاده مسيد د نومبر پر لسمه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو ورته د غوښتنو د منل کېدو ډاډ ورکړی. هغه زیاته کړه چې ځايي چارواکو په مذاکراتو کې منلې چې د وژل شويو ماشومانو کورنۍ ته به مالي معاوضه ورکوي.
د جنوبي وزیرستان يو انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته تاييد کړې چې د پرلتوالو غوښتنې منل شوي او احتجاج ختم شوی دی. تر اوسه پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا هم وګورئ: د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تیرا کې د ماشومانو د وژنې ضد احتجاج کړی دید احتجاج یو مشر مولانا صدام الله مشال راډیو ته ويلي چې پوځ دې پر کورونو له بمبارۍ څخه ډډه وکړي: "په شارکۍ کلي کې د پوځ په هاوان توغندي ماشومان ولګېدل چې پکې دوه ماشومان ځای په ځای ووژل شول او یو ژوبل شو. پوځ زموږ پر ابادۍ بمبارې کړې ده. دوی دا حق نه لري چې زموږ پر کورونو او ابادۍ بمباري وکړي."
ځايي انتظامیې تر دې وروسته له پرلتوالو سره مذاکرات پيل کړي وو. خو خلکو د مړو له ښځولو انکار کاوه. پولیسو مشال راډيو ته ويلي وو چې د پېښې پلټنې به کوي.
خو شېرزاده مسید مشال راډیو ته د نومبر په اتمه نېټه مشال راډیو ته ویلي وو چې په دې پېښه کې د پلټنو حاجت نشته. د هغه په وينا د پوځ کومو سرتېرو چې هاوان توغندي توغولي، هغوی دې ونیول شي. "دوی دې له نوکریو وویستل شي او پر ضد یې باید قانوني کارروايي وشي. دا ظلم شوی دی ځکه چې کمعمره ماشومان په نښه شوي دي."
تر دې مخکې، د نومبر پر شپږمه، د خیبر ضلعې په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي وو. د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په وینا دا پېښه د تیرا په بوټان شریف سیمه کې مخې ته راغلې وه.
عيني شاهدان او د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي د پوځیانو لخوا د هاوان د څلورو مرمیو توغولو په نتيجه کې يې له سکول څخه کور ته روان دوه ماشومان ووژل شول او پينځه نور ژوبل شول، او دا ډول ځينې کورونه هم زيانمن شول. اوس د باړې مشرانو د یادې پېښې پر ضد د احتجاج پرېکړه کړې ده.
بلخوا د دغه بريد په اړه د سیمې امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د سیمې مشرانو ته ویلي ول چې دوی په تیرا کې د وسلوالو خلاف عملیات کوي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.