د خیبرپښتونخوا د پرايمري سکولونو استادانو پرلت ختم کړ

په پېښور کې مظاهره کوونکي استادان

په خيبرپښتونخوا کې د پرايمري سکولونو استادانو اتحاديي د نومبر پر نهمه د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت تر حکومتي ژمنو وروسته ختم کړی دی.

استادانو د نومبر له پينځمې راهيسې د خپلو نوکريانو پخولو ترڅنګ نورو غوښتنو لپاره احتجاجي پرلت پيل کړی وو. د پرايمري استادانو اتحاديي مشر عزيز الله خان د نومبر پر نهمه، مشال راډيو ته وويل چې صوبايي حکومت ورسره ټولې غوښتنې منلې او ژمنه یې کړه چې په يوه مياشت کې به یې پوره کوي.

هغه زیاته کړه چې احتجاج ته په صوبه کې د واکمن ګوند، تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی ارباب شيرعلي ورغلی وو او ژمنه یې وکړه چې د استادانو ټولې غوښتنې به منل کېږي: "موږ ته حکومتي استازو وويل چې په جي پي فنډز کې چې کوم استادان برتي شوي ول هغه لپاره قانون سازي شوي او د کابينې تر منظورۍ وروسته به هغو استادانو ته پينشن هم ملاويږي. د زده کونکو نصابي کتابونو کمولو غوښتنې په اړه هم اړونډه چارواکو ته هدايات ورکړل شوي دي. ديارلس نيم زره استادان به هم ډير ژر مستقل کړل شي."

د استادانو د احتجاج له وجې په خيبر پښتونخوا کې شپږويشت زره پرايمري سکولونو کې د زده کړو بهير ودریدلی وو. د تعلیم صوبايي ادارې د ۲۰۲۳ کال له شمېرو له مخې، په صوبه کې ۳۶ لاکه ماشومان په ابتدايي ښوونځیو کې زده کړې ترلاسه کوي.

حکومت په داسې حال کې خپل دريځ نرم کړی چې ښوونکو د دندو د معطلۍ پر حکم سربیره هم خپل احتجاج ته دوام ورکړی وو. د نومبر پر شپږمه، د خيبرپښتونخوا حکومت د صوبې د پرایمري سکولونو احتجاج کوونکي استادان له خپلو وظيفو څخه معطلولو لپاره يوه اعلاميه جاري کړه.

د صوبې د ابتدایي او منځني تعلیم څانګې په دغه اعلامیه کې ویلي چې د هغو ټولو استادانو د دندو د ځنډولو امر کوي چې په روان احتجاج کې یې برخه اخیستې او له امله يې د نومبر له پينځمې نېټې راهیسې ښوونځي تړل شوي دي.

احتجاج ته ورغليو استادانو د نوکريو په ترقۍ او تنخاوو په زیاتېدو سربیره، غوښتنه کوله چې په پينشن کې د اصلاحاتو په نوم دې له دوی ټېکسونه نه اخیستل کېږي. همداراز د نوو استادانو ګمارنه دې د وړتیا پر اساس وشي.

بله غوښتنه دا وه چې چې د رتبو لوړیدو په پروسه کې دې ځنډ نه وي او د نوو اسانتیاوو او دندو لپاره دې زمینه برابره شي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې استادان په دایمي توګه وټاکل شي او د هغوی حقونه دې خوندي شي. استادان دا هم وایي چې حکومت د ځینو سرکاري سکولونو د شخصي کولو پالیسي جوړوي او دوی د دې مخالفت کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په خیبرپښتونخوا کې ښوونکو دا قسم مظاهرې کړې دي. تر دې وړاندې هم څو ځل، استادان د خپلو غوښتنو لپاره وخت په وخت احتجاجونو او لاریونونه ته وتلي دي.