د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د ښوونځيو د احتجاج کوونکو استادانو د معطلولو امر کړی


استادانو د نومبر له پینځمې د خپلو غوښتنو لپاره د پېښور په جناح پارک کې پرلت وهلی دی. پخوانی انځور
استادانو د نومبر له پینځمې د خپلو غوښتنو لپاره د پېښور په جناح پارک کې پرلت وهلی دی. پخوانی انځور

د خيبرپښتونخوا حکومت د صوبې د پرایمري سکولونو احتجاج کوونکي استادان له خپلو وظيفو څخه معطل کړي دي.

د صوبې د ابتدایي او مينځني تعلیم څانګې د نومبر پر شپږمه په یوه اعلامیه کې، چې مشال راډيو هم ترلاسه کړې، ویلي چې د هغو ټولو استادانو د معطلولو امر کوي چې په روان احتجاج کې یې برخه اخیستې چې له امله يې د نومبر له پينځمې نېټې راهیسې ښوونځي تړل شوي دي.

دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوې چې د خيبر پښتونخوا د ابتدايي ښوونځيو ښوونکو د نومبر له پینځمې راهیسې د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې د نوکریو د مستقلېدو، د رتبو لوړولو(پروموشن) او د کمو تنخاګانو مسله دې يې هواره کړل شي.

د خيبر پښتونخوا د پرايمري سکولونو ښوونکو په پېښور کې پرلت پیل کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د صوبې د سرکاري پرایمري سکولونو د اتحادیې (اېپټا) مشر عزیزالله خان د حکومتي اعلامیې په غبرګون کې د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې پر دې سربېره به هم استادان احتجاج ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړه "دا مهال د صوبې ۲۶،۰۰۰ پرایمري سکولونه بند دي. موږ به له خپلو غوښتنو څخه په شا نه شو. زمو معطله کول وړه خبره ده، او موږ به احتجاج جاري ساتو. موږ د تعلیم له محکمې غوښتنه کوو چې پر ځای د دې چې استادان معطله کړي، دوی دې زموږ د غوښتنو په لړ کې خپل کردار ترسره کړي. موږ له دې نه وېرېږو او استادان د دې خبرو پروا نه کوي."

د خیبر پښتونخوا د تعلیم ادارې د ۲۰۲۳ ز کال د شمېرې له مخې، په صوبه کې ۳۶ لاکه ماشومان په ابتدايي ښوونځیو کې زدکړې کوي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG