د جمعیت علمای اسلام احتجاجیان: پوځ دې په شمالي وزیرستان کې خلک کډه کولو ته نه مجبوروي

د جنورۍ پر ۱۲مه د جی یو ای ځایي مشران او غړي د میرامشا پریس کلب مخې ته د احتجاج په مهال.

د جمعیت علمای اسلام (ف) د شمالي وزیرستان مشرانو پر پوځ غږ کړی چې له هغو ټولو کارونو ډډه وکړي چې له کبله یې خلک پر کډو کولو مجبور شوي دي.

دوی د جنورۍ پر ۱۲مه په میرامشا کې د پریس کلب مخې ته په احتجاج کې وویل چې حکومت او پوځ دې له ځايي ولس سره مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي. دوی وويل چې ولس له عملياتو، بمباريوو، مارټر ګوليوو، هدفي بریدونو او ګرفتاريانو پرېشانه دی.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي مشر محمد رومان مظاهرې ته په وینا کې وویل، که تر راتلونکې جمعې حکومت ورسره په دې اړه جرګه ونکړه نو په پراخ احتجاج به لاس پورې کړي. هغه وویل: "خلک مجبوره شوي دي چې له سیمې کډې وړي خو حکومت او پوځ دا پوښتنه نه کوي چې کډې ولې باروئ؟ روزانه بمبارۍ دي، ډرون بریدونه کېږي. موږ غواړو چې له حکومت سره جرګه وکړو.."

دا هم وګورئ: د مکین جرګه وايي پوځ ورته له دوو کلیو د کډو بارولو امر کړی خو دوی نه ووځي

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان میرلي اوسېدونکي وايي، هره ورځ د مختلفو کلیو، لکه هرمز، موسکي، حیدر خېل، حسوخېل او نورو سیمو د ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کورنۍ کډې باروي. دوی وايي چې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې د په دې مهال ګولۍ په کلیو هم پریوځي چې له وجې یې دوی د زیانونو سره مخ کېږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال هم له شمالي وزیرستانه زرګونه کورنۍ کډه شوې وې او د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمو، په ځانګړې توګه بنو او ډیره اسماعیل خان ته تللې وې. دا کډې د اوږدې مودې لپاره بېځایه پاتې شوې، او ډېری کورنۍ د خپلو سیمو د بیا رغونې او د امنیت د نشتوالي له امله لا هم نه‌ دي ستنې شوي.

د میرلي یو بل اوسېدونکی محمد رحمان مشال راډیو ته وویل چې د خلکو ژوند له سختو حالاتو سره مخ دی. هغه وویل: "هر څوک چې وس لري، خپل کورنۍ نورو ښارونو ته وړي. خو هر څوک دا وس نه لري چې کډه یوسي. موږ له حکومته د امنیت ټینګښت غواړو."

تېره اونۍ، د حسوخېلو د دواړو قبیلو مشرانو په میرلي کې یوه جرګه رابللې و. دوی له حکومته په وزیرستان او په ځانګړې توګه میرلي کې د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه. تر دې مخکې، هم د ټول وزیرستان په سطح یوه جرګه شوې وه، چې د امنیت د ټینګښت غوښتنې یې کړې وې.

په میرامشاه کې د پوځ یو افسر، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته ویلي چې پوځ په میرلي کې لوی عملیات نه دي پیل کړي او نه یې چا ته د کورونو یا سیمو پرېښودو ویلي دي. البته، د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات توند شوي دي. هغه زیاته کړه چې پوځ د ځايي خلکو د ځان او مال د ساتنې خیال ساتي.

ځینې ځايي خلک بیا وايي چې د ناامنۍ، هدفي وژنو، او د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. د امنیت حالت ورځ تر بلې خرابېږي، او د کلونو غوښتنو سره سره، دایمي امن لا هم نه دی بحال شوی. په میرلي کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو ورځو کې، د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، وسلوالو درې ځايي کسان په هدفي بریدونو کې وژلي دي. تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په میرلي کې ټولې ۳۸ هدفي وژنې شوې وې.