د خیبر د باړې سیاسي اتحاد مشرانو د نومبر پر ۲۲مه په سیمه کې د ناامنۍ پر ضد د "امن مارچ" په نوم لاریون اعلان کړی دی.
د باړې سیاسي اتحاد مشر شیرین اپرېدي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې د سیمې امنیت په برخه کې خپل رول ولوبوي. "د تیرا پر موجوده صورتحال د خیبر پښتونخوا حکومت خاموشه شوی دی او په کار ده چې هلته د امن لپاره خپل کردار ادا کړي. دوی داسې بې حسي راته ښکاره کوي لکه چې موږ بې ریاسته خلک یو."
اپرېدي وویل چې د لاریون پر مهال به خپلې غوښتنې وړاندې کړي او که حکومت ورته د امنیت ډاډ ور نه کړ نو بیا به په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرلت پیل کړي.
د باړې سیاسي اتحاد دا اعلان تر هغې وروسته کړی دی چې د نومبر پر ۱۷مه وسلوالو په تیرا میدان کې له مختلفو اطرافو د امنیتي ځواکونو پر کیمپونو برید کړی وو.
په سیمه کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې په حمله کې د اېف سي ځواک اته سرتېري سرتېري وژل شوي او پینځه ژوبل شول.
ده ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په ځوابي کاروایۍ او نښته کې وسلوالو ته هم مرګژوبله اړولې خو کره شمېر يې و نه ښود.
دا هم وګورئ:
د خیبر په تیرا کې له وسلوالو سره په نښتو کې ۸ امنیتي سرتېري وژل شويد خيبر د باړې سياسي اتحاد په تیرا کې د ماشومانو د وژنې ضد احتجاج کړی دیخيبر کې د مارټر ګولو بريد کې ۲ ماشومان وژل شوي، ۵ ژوبل ديپر امنیتي ځواکونو د حملې ذمه واري چا نه ده منلې او د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د نومبر ۱۷مې له حملې او نښتو راهیسې د تیرا میدان په باغ کې بازار تړلی دی او هېڅوک هلته نه شي تللای.
د خیبر پښتونخوا حکومت لا د باړې سیاسي اتحاد د احتجاج اعلان په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پولیس او امنیتي ادارې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر په تیرا کې له اوږدې مودې راهیسې د امنیت وضع خرابه ده.
د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره وکړه.
د خیبر په ګډون په یوشمېر نورو قبایلي ضلعو کې وخت ناوخته د پاکستانیو ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د نښتو پرمهال پر عامو کورونو هم توغندي پرېوځي چې له کبله یې عام خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د داسې پېښو پرضد په وار وار سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو احتجاجونه هم کړي او غوښتنه یې کړې ده چې د عام ولس ژوند ته پام وکړي.
د پاکستان پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد د هدفي عملیاتو او نښتو پر مهال د ولسي وګړو د ژوند او مال د خوندیتوب پوره هڅې کوي.
پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.