چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې وسلوالو د تېلو او ګیس یو شرکت څلور ګاډي تښتولي دي او په لکي مروتو کې د امنیتي ځواکونو په برید کې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.
د شمالي وزیرستان د رزمک د پولیسو یو افسر او یو استخباراتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نومبر پر درېیمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د سروې ډلې ګاډي د نومبر پر دویمه د دوسلي له ګړدي روغې سیمې تښتول شوي دي. په هغه سیمه کې د شرکت یو لوی کیمپ موجود دی.
چارواکي وايي چې وسلوالو د ګاډو ډرېوران خوشې کړي دي.
د پولیسو افسر وايي چې هغه سیمه غرییزه ده او ګاډي په یو ځای کې ایسار دي خو پولیس ځکه نه ورځي چې وسلوال ورباندې حمله و نه کړي. دی البته زیاتوي چې د ګاډو خلاصولو هڅه کوي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي او په ځانګړي ډول د ماړي پېټرولییم کارکوونکي تښتول شوي او پر هغوی او ساتونکو یې مرګونې حملې شوې دي.
ماړي پېټرولیيم شرکت په ۲۰۲۲ز کال کې د شمالي وزیرستان په شوې او سپینوام کې د تېلو او ګیسو زېرمې لویې زېرمې وموندلې او د استخراج چارې یې پیل کړې.
حکومت لا د هغو زېرمو کره اندازه نه ده ښوولې خو د ۲۰۲۴ز کال د مارچ میاشتې راپورونه ښيي چې د شوې - ۱ او شوې - ۲ په نوم له کوهیانو څخه د پاکستان د ګیسو ملي شبکې ته لېږدول شوی ګیس د هېواد د مجموعي اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.
ماړي پېټرولییم شرکت وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته کار ورکړی دی او چارواکي اټکل کوي چې پاکستان له هغه ګیسه هر کال ۲۶۵ مېلیونه امریکايي ډالر ګټلای شي.
دا هم وګورئ:
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دیپه شمالي وزيرستان کې د پېټروليم کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي راخوشې کړل شولشمالي وزیرستان کې وسلوالو د پوليو واکسيني ډلې له ساتونکو پولیسو وسلې اخيستيپوځ په شمالي وزیرستان او خیبر کې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې دهوسلوالو په ټانک او لکي مروت کې ۱ پولیس وژلی او ۱ يې ژوبل کړی دیوسلوالو په لکي مروت کې د پاکستاني پوځ افسر وژلی دید شمالي وزیرستان خبریال او شنونکي ناصر داوړ وايي چې په هغه ضلع کې ناامني زیاته شوې او د حکومتي ادارو واک کمزوری دی چې له کبله یې وضعیت خورا خراب دی. "ټول سرکاري اهلکاران او دفترونه د وسلوالو د بریدونو له خطر" سره مخامخ دي.
داوړ زیاتوي چې وسلوالې ډلې له خلکو باج (بته) غواړي او چې څوک یې نه ورکوي نو تښتوي یې او وژني یې. "د بنک او نورو دفترونو کارکوونکي هم اغوا شوي او ویشتل شوي دي. د ماړي پېټرولییم کمپني هم هلته سروې کوي، نو کارکوونکي یې غیر محفوظ دي."
د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د هغې ضلعې په ګډون د ټولې خیبر پښتونخوا صوبې امنیت ته ژمن دي. پوځ وخت په وخت د هغې صوبې په مختلفو برخو کې د هدفي عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژنې دعوې هم کوي.
د اکتوبر پر ۲۷مه پوځ په شمالي وزیرستان او خیبر کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.
د لکي مروتو برید
په عین حال کې پولیس وايي چې وسلوالو د نومبر پر دویمه د لکي مروتو له تنګې درې (دره تنګ) سره نېږدې د امنیتي ځواکونو پر قافلې حمله کړې چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سرتېرو قافله له کرکه د لکي مروتو په قبول خېلو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د اورانییمو کارخانې ته روانه وه چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه.
پر سرتېرو د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.