د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په ټانک او لکي مروت کې ۱ پولیس وژلی او ۱ يې ژوبل کړی دی


په لکي مروت کې پولیس سرتېري د ګرمې په مهال ـ پخوانی انځور.
په لکي مروت کې پولیس سرتېري د ګرمې په مهال ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروتو او ټانک کې په دوه بېلا بېلو پېښو کې ناپېژندليو وسلوالو یو پولیس سرتېري وژلی او یو یې ژوبل کړی دی.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد خان مشال راډیو ته وویل چې نن سهار (د اکتوبر پر ۲۹مه) وسلوالو د پولیسو د استخباراتي څانګې (سپېشل برانچ) پر سرتېری عارف الله هغه مهال بريد وکړ چې نوموړی له کوره دندې ته پر لار وو. شاهد خان زياتوي چې عارف الله پر هغه ځای د وسلوالو په ډزو ووژل شو.

پر همدې ورځ په ټانک کې وسلوالو د ضلعي روغتون پر ساتونکو ډزې کړي او یو پولیس یې ژوبل کړی دی.

د ټانک ښار د پوليسو تاڼې مشر سمیع الله مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د روغتون پر امنیت ولاړو پولیسو بريد وکړ چې پکې هغه پولیس ژوبل شو. د پولیسو چارواکي وايي چې تر اوسه یې څوک نه دي نیولي خو په سیمه کې یې د برید کوونکو لټون پیل کړی دی.

د دواړو بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پکې د پولیسو په ګډون عادي وګړو ته هم زیانونه اوښتي دي.

په سیمه کې د ناامنۍ ضد پولیسو او عادي وګړو وخت په وخت لاریونونه، جرګې او احتجاجونه کړي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG