د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او خیبر ضلعو کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۲۷مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو په هغو ضلعو کې د وسلوالو د موجودګۍ خبر ترلاسه کړی وو نو پر هغه اساس یې عملیات وکړل.
په بیان کې دا نه دي راغلي چې عملیات د دواړو ضلعو په کومو برخو کې شوي دي او دا هم روښانه نه ده چې مشکوک وسلوال د کومې ډلې غړي ول. داراز، کومې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په ګډون د صوبې په یوشمېر برخو کې له دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې خلک یې زښت اندېښمن کړي دي.
د اکتوبر له ۲۲مې راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې په بریدونو کې په یو لړ حملو کې د ۲۱ امنیتي سرتېرو او پولیسو په ګډون تر ۲۵ زیات کسان ووژل شول چې پرضد یې د شمالي وزیرستان په میرلي کې پراخ احتجاج وشو.
د اکتوبر پر ۲۷مه د "امن پاڅون" په نوم احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته وشو چې د میرلي په ایدکو (عیدکو) کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي موټر بمي برید کې پینځه سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو تر دې مخکې هم د مظاهرو، لاریونونو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګښت او د باج اخیستنې او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړېده.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال په باجوړ کې د عملیاتو پر مهال د نهو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.