پي ټي اېم وايي پوليسو په درېیم ځل په خيبر کې د کېدونکې جرګې پر انتظامي کيمپ بريد کړی

د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس ټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي وايي چې پوليسو پر درېيم ځل د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کيمپ بريد کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر افتاب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر درېيمه تر نيمې شپې وروسته يو ځل بيا سلګونو پوليسو د غورځنګ پر غړو اوښلن ګيس وکاراوه چې له امله يې هغوی د جرګې ميدان پرېښود او د ځايي خلکو په حجرو کې يې شپه تېره کړه.

خو د پي ټي اېم غړي او د جرګې منتظمين د اکتوبر درېیمې پر سهار يو ځل بيا په رېګي للمه کې د جرګې ميدان ته ورغلي او انتظامات يې پیل کړي دي.

شينواری زياتوي چې د اکتوبر پر دويمه ماسپښين شاوخوا درې بجې سلګونه پوليسو یې کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګيس وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د نوموړي په وينا، د درو ساعتونو تر مزاحمت وروسته د ډزو په نتيجه کې د غورځنګ درې غړي ژوبل شول.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پوليسو د هغوی خېمو ته هم اور ورته کړ.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په رېګي للمه ميدان کې د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ تر بريد وروسته حال

د منظور پشتين ويډيويي وينا

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د اکتوبر پر دويمه ناوخته پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي وينا کې وويل، پر هر ډول "ریاستي جبر" سربېره به د اکتوبر پر ۱۱مه د "پښتنو قامي عدالت" لګوي. "په دې وجود کې چې يو څاڅکی وينه غړېږي، جرګه به کېږي او جرګه به کوو. سرونه به ورکوو خو د خپل وطن اتحاد و اتفاق او د خپل وطن خاوره چا ته نه پرېږدو."

پشتين په خپله ويډيويي وينا کې د خيبر پښتونخوا پوليس مخاطب کړل او ورڅخه یې وغوښتل چې د خپل ولس پرضد دې له تشدده کار نه اخلي. "هغه خلک چې پر پښتنو يې ټول عمر ظلم او جبر کړی دی او جنګونه يې ورته راوړي دي، هغوی دلته امن نه غوښت، تا د هغوی لپاره دا کار وکړ. هغه خلک چې ټول عمر يې ته وژلی يې، تا نن د هغوی لپاره دا کار وکړ."

پر فېسبوک باندې د نوموړي هغه وينا تر دوه نيم مېليونه زياتو کسانو کتلې او له ۶۰،۰۰۰ زياتو کسانو يې په اړه نظرونه شريک کړي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو لا د پشتین د څرګندونو، د درې ورځنۍ غونډې پر کیمپ د چاپو او د پي ټي اېم د فعالانو پرضد اوښلن ګیس کارولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پي ټي اېم فعالان په رېګلي للمه کې د اکتوبر ۱۱مې ناستې لپاره خیمې تیاروي - د اکتوبر دویمې انځور.

د خيبر پښتونخوا حکومت دريځ

د خیبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سيف د اکتوبر پر دويمه وویل چې پوليسو د پاکستان د وفاقي حکومت په امر د پي ټي اېم د غړو خلاف اقدامات کړي دي.

نوموړي پر ټولنيزو شبکو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو ليک شريک کړی چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا لوړپوړي انتظامي بیوروکراټ یا چیف سېکرټر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې ادعا شوې ده چې پی ټي اېم د ریاست او رياستي ادارو پر وړاندې "د کرکې او سپکاوي" د هڅونې "مرسته او سرپرستي" کوي. په ليک کې زياته شوې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې ډول کړنو خلاف دې "سخت اقدامات" وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر لا د هغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.

په عين حال کې پر ټولنيزو شبکو د خيبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو ادارې ته منسوب ليک هم خپور شوی چې د اکتوبر پر دويمه د پوليسو صوبايي مشر او سيمه ييزو مشرانو او د پېښور ډېوېژن کمېشنر ته ليکل شوی دی.

په هغه ليک کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په څېر پر پي ټي اېم د کرکې خپرولو تورونه پورې شوي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د کورنیو او قبایلي چارو د ادارې لیک د کره والي تصدیق نه شي کولای او هغې ادارې یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.

البته پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا دا ډول تورونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې د پاکستان له ایین سره سم او د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د پاکستان تحريک انصاف په شمول د هېواد لوی ګوندونه د امنیتي ادارې (ايسټيبلېشمنټ) مخې ته نه شي درېدای. "د پي ټي ای مشران پوځي ايسټیبلېشمنټ ته مخامخ نه شي درېدای. د خيبر پښتونخوا حکومتي واکداران يوازې دې ته ښه دی چې نواز شريف، [اصف علي] زرداري او بلاول [بوټو زرداري] ته ښکنځل وکړي. له دوی سره هېڅ اختيار نه شته."

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ول چې پشتین د سېپټېمبر پر ۲۹مه له اعلا وزیر علي امين ګنډه پور سره په ليدنه کې هغه د اکتوبر پر۱۱مه له کېدونکې جرګې خبر کړ.

نوموړي زياته کړې چې ګنډه پور له پشتین سره د صوبې پر امنیت، د خلکو د ژوند او مال ساتنې او د حکومت له خوا د ترسره شویو کارونو په اړه خبرې وکړې.

منظور پشتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.