پي ټي اېم وایي په خیبر کې یې د جرګې لپاره تیاریانو ته دوام ورکړی دی

پي ټي ایم وایي د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې درې ورځنۍ جرګه کوي ـ پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پولیسو تر ورستیو چاپو وروسته بیا هم په خیبر کې د راتلونکې جرګې لپاره یې تیاریانو ته دوام ورکړی او په خپل انتظامي خیمه کې موجود دي.

د غورځنګ غړیو د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې د پښتون قامي عدالت په نوم د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکي جرګه به په هر صورت کې کوي. دا په داسې حال کې ده چې پېښور هایکورټ د جمعې پر ورځ پي ټي اېم ته په خیبر کې د جرګې اجازت ورکړی دی.

د خيبر د شلوبر سيمې يو استوګن زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه په پېښور های کورټ کې د خپل وکيل علي عظيم اپرېدي له لارې درخواست جمع کړی وو چې د خيبر په جمرود سيمه کې يوه غونډه کېدله چې ګډونوال يې پرامنه خلک ول خو پوليسو چاپه ورباندې ووهله.

اپرېدي مشال راډيو ته ويلي چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه دغه چارواکي عدالت ته وربللي ول او له دوی يې د پي ټي اېم د منتظمينو پرضد د کاروايۍ په اړه پوښتنې وکړې چې د مرکزي حکومت تر امر وروسته ايا له د خيبر پښتونخوا له حکومته د عملياتو اجازه اخيستل شوې وه او که نه؟

د هغه په خبره، عدالت دا پوښتنه هم ورڅخه وکړه چې ايا پولیسو له خپله اړخه عملیات وکړل، که ناستې ډلې کوم داسې کار وکړ چې پوليسو يې پرضد عملياتو کولو ته مجبوره شول؟

اپرېدي زياته کړه چې عدالت له فريقينو ځينې نورې پوښتنې هم وکړې او له هغوی يې په ليکلې بڼه د هغو پوښتنو ځوابونه وغوښتل.

دا هم وګورئ:

پي ټي اېم: پوليسو د جرګې پر کيمپ بيا چاپه وهلې، انټرنېټ او د موبايل ټېلېفون شبکې يې تړليپي ټي اېم د پولیسو تر چاپو وروسته بیا د راتلونکې جرګې خیمې لګولې ديخيبر کې د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو تر چاپو وروسته حالپي ټي اېم وايي د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې يې يوشمېر غړي نيول شوي

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د اکتوبر پر څلورمه پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې پولیسو یې په څلورم ځل د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې د راتلونکې جرګې پر کیمپ چاپه وهلې ده.

تر چاپې مخکې په خیبر کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړل شوی ول.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پوليسو د هغوی خېمو ته هم اور ورته کړ.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند وایي چې پولیس هغه کارروای د وفاقي حکومت په امر کړې ده، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر په څلورمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، هغه نه دی خبر چې د خیبر د جرګې په ځای چاپه وهلې ده؟ نوموړي زیاته کړه چې که د خیبر پښتونخوا پولیسو دا کار کړی وي نو پوښتنه یې باید له هغوی نه وشي. اخوا د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند محمد علي سیف ویلي چې د پي ټي اېم پرضد عملیات د وفاقي حکومت په امر شوي.

پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د خیبر په ریګي للمه کې د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی. پي ټي اېم وایي چې په جرګه کې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.