پاکستان کې د بارانونو له امله ۱۰ تنه وژل شوي، ۷ ژوبل دي

د اګست پر ۳۰مه په ملتان کې تر سخت ورښت وروسته د ښار په لارو کې اوبه ډنډ شوې.

په پاکستان کې له روانو بارانونو سره په تړلو پېښو کې ۱۰ نور کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي دي.

د طبیعي ناورینونو د انتظام ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپتېمبر پر دریمه په یو خبرپاڼه کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خيبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د کمر پرېوتو او په ملاکنډ کې د تندر پرېوتو په پېښو کې د یو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

اداره داراز وايي چې په تېر شواروز کې له ورښتونو سره په تړلو پېښو کې په بلوچستان کې درې، په پنجاب کې دوه او په سيند کې يو کس وژل شوی دی.

اېن ډي اېم اې وايي چې په پاکستان کې د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو پر مهال په پېښو او په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۲۰ او د ژوبلو شمېر ۵۹۸ ته پورته شوی دی.

د ادارې په وينا، په هغه موده کې په پنجاب کې ۱۱۶، په خيبر پښتونخوا کې ۹۶، په سيند کې ۶۲، په بلوچستان کې ۳۴، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې اته او د هېواد تر واک لاندې ګلګت بلتستان کې څلور کسان وژل شوي دي.

دا ډول په هغه هېواد کې له ورښتونو سره په تړليو پېښو کې ۱،۱۷۹ څاروي وژل شوي او ۲۳،۸۷۰ کورونه په جزوي يا بشپړ توګه ويجاړ شوي دي.

دا هم وګورئ:

د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د توپاني باران خبرداری ورکړل شوی دید پاکستان هوا پېژندنې محکمې د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د توفاني باران خبرداری ورکړی دی بارانونو او سېلابونو په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي ديپنجاب: په څه باندې یوه میاشت کې د بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو کې ۵۷ تنه وژل شوي دي

په عین حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لوړو یا غرییزو سیمو کې د سېپټېمبر تر پینځمې د نورو توپاني بارانونو وړاندوینه کړې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې د اوړي بارانونو په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د جولای په میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلا بېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي او تر هغې وروسته د بادرو (بادو هم بلل کېږي) پیلېږي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او زېربنا ته د زیان لامل هم کېږي.