پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف تر پنځوسو زيات کارکنان نیولي او پر مظاهرو یې بندیز لګولی دی.
اسیايي پرمختیايي بېنک ديامر باشا ډېم منصوبې لپاره د پيسو له ورکولو انکار کړی دی۔ د اسیايي ترقياتي بېنک مشر ويلي دي چې دا یوه ستره پروژه ده او ډېرې پیسې ورته پکار دي.
د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي دي چې دچين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ن به د منځنۍ ا سيا هېوادونه ته هم ګټې ورسېږي
د پاکستان د حکومت دوه اپوزیسون ګوندونه تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په دې خبره صلا شوي چې یو وارې بیا به د نوازشریف د حکومت د ړنګولو په موخه په سر ښار کې ستر احتجاج کوي.
د ملګرو ملتونو ښځو ادارې د وينا تر مخې چې پنجاب سند او بلوچستان صوبه د د منصوبې لپاره ځکه ټاکل شوې دي چې دلته په کورنې جنګ جګړو او پر ښځو د تشدد کېسونه زيات مخې ته راځي.
د پېښور هاي کورټ لخوا جاري کړل شوې حکمنامې تر مخه د نویو پیدا شویو ماشومانو د تښتولو مخنيوي او څارنې لپاره په هسپتالونو کې کېمرې لګول کېږي.
د پانامه اسنادو په اړه د حکومت له لورې د پلټنو نه کولو پر ضد د تحريک انصاف مشر عمران خان د احتجاج اعلان شوې نېټه واړوله.
د خېبر پښتونخوا په چارسده ضلعه کې له یوې معذورې يوولس کلنې نجلۍ سره د جنسي په تور یو تن نیول شوی دی.
د پاکستان انګريزې ژبې ورځپاڼې ډان خبريال په سيرل المېډا له هېواده پر وتلو د بندېز لګولو پاکستان صحافتي تنظيمونو او بشري حقونو ادارې غندنه کړې۔
د پاکستان انګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان خبر يال سيرل الميډا په خپله تویټر پاڼه لیکلي چې حکومت ورباندې پر بهرني تګ بندیز لګولی دی.
د پاکستان پارلېمان د ناموسي وژنو او جنسي تيري مخنيوي لپاره دوه قانوني مسودی منظوري کړي دي. د مسودو تر مخه په دی جرمونو کې ککړ ځينو کسانو ته به د پانسۍ او ځينوته د عمر قيد او جرمانو سزا ورکول کیږي.
د پاکستان وزير اعظم وایي ملک یې د جنګ خلاف دی او په سيمه کې تل پاتې امن غواړي او د کشمير پشمول ټولې مسلې د مذاکراتو له لارې هوارول غواړي.
د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ غونډه کې د هېواد کورنۍ او بهرنۍ سلامتیا پر صورتحال، او د پوځونو تیارۍ جاج واخیستل شو.
غونډې ته په خطاب کې د وزير اعظم وينا وه چې د وفاق او صوبو تر مينځه په نېشنل ايکشن پلان دې رابطې توندې کړل شي۔
د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د غربي ــ لارې نيشتوالي پرضد د یوې ټول ـــ ګونديزې غونډې وربللو اعلان کړی دی.
د راروانې چارشنبې په ورځ د پارلېمان مشترکه اجلاس هم راغوښتل شوی دی چې ویل کېږي وزير اعظم به پارلېمان په اعتماد کې اخلي او د ملک سلامتیا، خود مختارۍ او دفاع په اړه به پکې خبرې کوي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ويلي دې چې د زیارت شپې پر سپېدو د پاکستان - هند پر کنټرول کرښه د هند پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي۔
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ستمبر په نهه ویشتمه په دوهمه ورځ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په رپورټ بحث کېږي.
د اسلام آباد ضلعي انتطاميې د فرقه یيزي شخړو له وجې په پلازمېنه کې يوولس ځايي او د نورو ضلعو شپاړلس علماو پر ویناګانو د دوو مياشتو لپاره بندیز لګولی دی.
د پاکستان سیند صوبې په شکارپور کې نن سهار د اختر لمانځه پرمهال په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دیارلس کسان ژوبل شوي چې دوه پکې پوليس سرتېري دي.
نور وښیئ