د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هسپتالونو کې ماشومان په کېمرو څارل کیږي


د پېښور هاي کورټ لخوا جاري کړل شوې حکمنامې تر مخه د نویو پیدا شویو ماشومانو د تښتولو مخنيوي او څارنې لپاره په هسپتالونو کې کېمرې لګول کېږي.

په پېښور کې له څه مودې راهیسې د نوېو زیږيدلې ماشومانو تښتونې کېسونه مخې ته راغلي دي. دغو پېښوته په کتو د پېښور های کورټ د صحت محکمې ته حکم ورکړی و چې د ماشومانو تحفظ او څارنې لپاره د ماشومانو په وارډونوکې باېد کېمرې ولګول شي.

د پېښور د لېډي رېډنګ هسپتال وياند ذوالفقار خان مشال ريډيو ته وويل چې د هاي کورټ حکم پس د دغه روغتون د نویو پیدا شویو ماشومانو وارډ کې تر څلوېښتو پورې کېمرې لګول شوې دي.

د صحت محکمې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ویلي د صوبې لویو تدریسي هسپتالونه ته ورته هدايات جاري کړل شوي دي. د دغه چارواکي په خبره د پېښور په هسپتالونو کې به تر اووه سوه زياتې کېمرې لګول کیږي.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکی امتياز احمد وايي چې په هسپتالونو کې د کېمرو لګولو پرېکړه د ستاېنې وړ ده خو د نوېو پیدا شویو ماشومانو د تحفظ لپاره ضروري ده چې هسپتالونه او د صحت محکمه هلته د کار کونکې عملې تفصيل له ځان سره وساتي.

امتياز احمد وویل د خېبر پښتونخوا حکومت ته به همد چائلډ پروټيکشن اينډ ويلفیر ايکټ يا د ماشومانو تحفظ او خير ښيګړې د 2010 م په قانون عمل درامديقيني کول وي چې دا شان د ماشومانانو تحفظ باوري شي او په جرم کې ککړوکسانو ته سزاګاني ورکړل شي.

دوه مياشتې وړاندې د ُپېښور پوليسو د پنځو ښځو پشمول د اووه کسانو يوه داسې ډله نیولې وه چا چې نهه نوي پیدا شوي ماشومان له هسپتالونو نه تښتولي ول او بيا يې په هغو کسانو خرڅ کړي ول چا چې اولاد نه لرلو.

XS
SM
MD
LG