طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پنجاب پر سیاست، اقتصاد او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه برابروي.
په اذربایجان کې د اقليمي بدلون په اړه نړيواله غونډه به د نومبر له يوولسمې تر دوه ویشتمې روانه وي
د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف د اکتوبر پر ۱۶مه په لاهور کې په خپل کور کې مولانا فضل الرحمان، ولسمشر اصف علي زرداري، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او ځینې نورو وزیرانو ته ډوډۍ کړې وه چې پر مهال یې په ایین کې د ۲۶م ترمیم په اړه پر حکومتي پلان خبرې وشوې.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر پر ۲۱مه د خپل زنداني رهبر عمران خان او نورو سیاستوالانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسه وکړه. د ګوند ګڼ سیاستوالان، غړي او پلویان له لاهور ښار سره نېږدې جلسې ته ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
مخکې د لاهور انتظامیې ګوند ته له مینار پاکستان سره د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې.خو د سېپتمبر پر ۲۰مه ناوخته پي ټي ای ته د لاهور په کاهنه سیمه کې کې د جلسې اجازه ورکړل شوه.
د پنجاب په سرښار لاهور کې ميشت پښتانه وايي که څه هم په هغه ښار کې دوی له ډيرې مودې راهيسې ژوند کوي خو شناختي کارډ او پاسپورټ يې نه جوړيږي. په دې کې ځيني داسې هم دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې اوسېږي. هلته د پښتنو خير ښيګړې يو تنظيم هم موجود دی.
خو د یادې ادارې ویاند داسې تورونه ردوي او وايي چې دوی په پاکستان کې د مېشت هر قام وګړو ته بې له توپیره کار کوي. په دې اړه د طاهر جمیل خان رپورټ وګورئ
ګڼو خلکو د پنجاب د لاهور پر هوايي ډګر د پاریس په اولمپېک سیالیو کې د سرو زرو مېډال (تمغې) ګټونکي لوبغاړي ارشد ندیم هرکلی کړی دی.
پي ډي اېم اې ویلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مري، راولپېنډۍ، اټک، منډي بهاوالدین، سیالکوټ، ګجرات، ګوجراوالا، لاهور، اوکاړه، قصور، ساهیوال، خوشاب، فیصل اباد، سرګودا، نورپور تل او په نورو ضلعو کې له سیلۍ سره د باران امکان دی.
د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د کسانو پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې امین الحق په ۲۰۰۶ز کال کې افغانستان ته ستون شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال تر اګسته هم هلته وو. طالبان د هم هغه کال د اګست په نیمايي کې کابل ته داخل شول او پر افغانستان واکمن شول.
په لاهور کې د پاکستان په لومړي ځل د شپې سفاري پیل شوه چې په سفاري پارک ژوبڼ کې جوړه شوې ده. په دې سفاري کې سیلانیان نه یوازې زمریانو او نورو ځنګلي ژویو ته نږدې ورتلی شي، بلکې دوی ته خوراک هم ورکولی شي.
د پنجاب د لاهور اوسېدونکي وايي چې سږ کال د لوی اختر تر قربانۍ وروسته د څارویو څرمنې په ارزانه بیه خرڅېږي او کاروباریان د بزو او اوښانو څرمنې هېڅ نه اخلي. سوداګر وايي چې د څرمنې د ساتلو لوړو لګښتونو او د برامداتو (صادراتو) کمېدو یې بیې ټیټې کړې دي. ویډیويي رپورټ.
پولیسو د مې پر ۲۵مه تر پېښې څو ساعته وروسته په بیان کې وویل چې په مجاهد کالونۍ کې خلکو د دیني مقدساتو د سپکاوي تر تور پورې کولو وروسته د مسیحیانو (عیسویانو) پر یوې کورنۍ برید وکړ او تورن کس یې وواهه.
د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبایي اسمبلیو د ۲۱ څوکیو ډکولو لپاره رایې اچونه وشوه. په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.
د کراچۍ د اورګاډو په تمځای کېنټ سټیشن کې د هیندوانو ټولنه او د لاهور په لیبرټي مارکیټ کې یو سیک وګړی د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته روژه ماتې برابروي. د روژه ماتې تابیان کونکي وایي هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ روژه دارو کارګرانو ته خوراک څښاک ورکوي.
د پنجاب په مرکز لاهور کې بلوڅ زده کوونکو د خپل یو ملګري د بې درکۍ پرضد د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۳مې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې خداداد سراج له سرګودا ښاره ورک شوی دی. د پنجاب حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.
په لاهور ښار کې د یو ډول لویو مارغانو زیاتېدو ځایي خلک د ستونزو سره مخامخ کړي دي. ښاریان وایي هغه مارغان ښکته الوزي چې کله ناکله د موټرسایکلو سره لګیږي او د ترافیکي پېښو سبب ګرځي خو ځینې لاهوریان هغو مارغانو ته په دې غقیده غوښه اچوي چې په دې توګه به له مصیبتونو او بلاګانو خوندي شي
د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په غوښتنه وکیلان هم احتجاجاً د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ. د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر جان مېنګل چاپې غندلې دي.
په پاکستان کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ روانې دي چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پکې نړیوال لوبغاړي هم شته. هغه سیالۍ د پنجاب په درو او د سیند په مرکز کراچۍ کې کېږي. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ