د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان خوشي کولو لپاره نن په لاهور کې جلسه کوي


پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره جلسې او احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره جلسې او احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف د ګرانۍ پرضد او د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشي کولو لپاره د سېپټمبر پر ۲۱مه په لاهور کې ولسي غونډه کوي.

مخکې د لاهور انتظامیې یاد ګوند ته له مینار پاکستان سره د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې. خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه ناوخته پاکستان تحریک انصاف ته د لاهور په کاهنه سیمه کې کې د جلسې اجازه ورکړل شوه.

تحریک انصاف د جلسې د اجازې ترلاسه کولو لپاره په لاهور های کورټ کې درخواست دایر کړی وو.

های کورټ د سیمې مرستیال کمېشنر ته امر کړى وو چې دې ګوند ته د سېپټېمبر پر ۲۱مه د جلسې کولو اجازت ورکړي. وروسته ضلعي انتظامیې ګوند ته د جلسې کولو مشروطه اجازه ورکړه.

د جلسې اجازت پر ۴۳ شرطونو پورې مربوط دی. په دې شرطونو کې شامل دي‌ چې د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امين ګنډه پور دې د سېپټېمبر پر اتمه د اسلام اباد په جلسه کې پر توندو څرګندونو بښنه وغواړي، د افغانستان بيرغ دې نه پورته کېږي او د ماښام په شپږو بجو دې جلسه ختمه کړل شي.

د تحریک انصاف احمد خان بهچر رسنیو ته وویل چې دوي ته یوازې د ماسپښين له درو بجود مازیګر تر شپږو بجو د جلسې اجازت ورکړل شو چې کافي نه دی.

کاهنه د لاهور په شاوخوا سیمه کې دی او له مینار پاکستان څخه ۲۵ کیلومېټره لېرې دی.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر اتمه پاکستان تحریک انصاف مشرانو او پلویانو د ګوند مشرعمران خان له زنداانه د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې احتجاجي جلسه وکړه چې پکې زرګونه کسانو برخه واخیسته.

هغې جلسې ته په وینا کې د ګوند مشرانو وویل چې حکومت دې عمران خان په دوو اوونیو کې خوشی کړي ګني د ګوند خلک به یې زندان ته ورشي او خپل مشر به خوشې کړي. د ګوند مشرانو پر حکومت او پوځي مشرانو هم سختې نیوکې کړې وې.

تر جلسې وروسته د اسلام اباد پولیسو د ګوند د مخکښ بیرسټر ګوهر په ګډون ځینې مشران نیولي ول.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو خو د سپریم کورټ لخوا د هغه ګرفتاري غیرقانوني ګرځولو وروسته خوشي شو. له دې وروسته د هم دغه کال د اګست پر پینځمه د اسلام اباد سېشن عدالت عمران خان ته په توشه خانه کیس کې د درو کالو د بند سزا واوروله او عمران خان بیا ونیول شو.

هغه مهال پر عمران خان نورې مقدمې هم جوړې شوې او سزاګانې ورته واورول شوې خوپه جولای کې عدالت د عدت تر پای ته رسېدو مخکې د نکاح په قضیه کې د عمران خان او د هغه د مېرمنې، بشرا بي بي، د خوشې کولو امر وکړ، خو هغوی لا هم د "توشه‌ خانې" په قضیه کې په بند کې پاتې دي.

له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.

تحریک انصاف ګوند دا مهال په خیبر پښتونخوا کې حکومت لري او په قامي اسمبلۍ او پنجاب په اسمبلۍ کې ګڼې څوکۍ او استازي لري.

XS
SM
MD
LG