د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیسو د القاعدې د بنسټګر اسامه بن لادن د یو "نېږدې ملګري" نیولو دعوه کړې ده


د پنجاب پولیسو دا انځور رسنیو ته ورکړی چې پکې امین الحق (کیڼ لوري ته) او ورسره د القاعدې مشر اسامه بن لادن ښکاري - ارشیف
د پنجاب پولیسو دا انځور رسنیو ته ورکړی چې پکې امین الحق (کیڼ لوري ته) او ورسره د القاعدې مشر اسامه بن لادن ښکاري - ارشیف

د پنجاب د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن د "یو نېږدې ملګري" د نیولو دعوه کړې ده.

د سي ټي ډي مشر عثمان ګوندل د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نیول شوی کس "امین الحق" نومېږي چې اصلاً د "افغانستان دی."

ده وویل چې نوموړی یې د جولای پر ۱۸مه د پنجاب په ګجرات ښار کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو" پر مهال نیولی دی.

ګوندل وویل چې امین الحق "جعلي اسناد" جوړ کړي ول او په پاکستان کې اوسېده خو دا یې و نه ویل چې هغه له کوم وخت راهیسې په هغه هېواد کې وو.

اخوا د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د کسانو پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې امین الحق په ۲۰۰۶ز کال کې افغانستان ته ستون شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال تر اګسته هم هلته وو. طالبان د هم هغه کال د اګست په نیمايي کې کابل ته داخل شول او پر افغانستان واکمن شول.

د سي ټي ډي مشر وویل چې نوموړی د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د شخصي امنیتي ساتونکو مشر هم پاتې شوی وو او په ۲۰۰۱ز کال کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف پر افغانستان حمله وکړه او بن لادن د ننګرهار د تورې بوړې غرییزې سیمې ته وتښتېد نو دی هلته ورسره وو.

توره بوړه هغه سیمه ده چې یو وخت د اسامه بن لادن په مشرۍ کې د القاعده شبکې مهم مرکز پاتې شوی وو او هغه مهال ورباندې امریکايي ځواکونو سخته بمباري کړې وه. امريکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه تر خونړیو حملو وروسته تور پورې کړی وو چې هغه "ترهګر بریدونه" د القاعدې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن په وینا حملې شوې وې.

عثمان ګوندل زیاته کړه چې د امین الحق پرضد یې مقدمه دایره کړې ده او ورڅخه پلټنې روانې دي.

د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د کسانو پر ووبپاڼه راغلي چې امین الحق په ۱۹۶۰ز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی وو او د ۲۰۰۱ز کال له جنورۍ راهیسې د بندیزونو په لېسټ کې شامل وو.

اسامه بن لادن په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد د جګړې پر مهال په پېښور کې القاعده ډله جوړه کړې وه. د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخواني چارواکي او شنونکي بروس ریډل د بروکېنګز انسټیټیوټ پر ووبپاڼه په لیکنه کې ویلي چې القاعده ډلې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې خپل مرکز افغانستان ته یووړ.

ریډل وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له وجې چې القاعده تر فشار لاندې راغلله نو په ۲۰۰۹ز کال کې یې خپل مرکز له هغه ځایه پاکستان ته انتقال کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما تر هغې دوه کاله وروسته، د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې د عملیاتو پر مهال د بن لادن د وژنې اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG