د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو پېژندلی رقاص خانزاده اسفنديار خټک دی. نوموړي په پاکستان کې له بېلا بېلو استادانو د "کتک" په نوم هندۍ کلاسيکي نڅا زده کړې. په خپرونه کې د اسفنديار خټک د خبرو تر څنګ د نڅا ځينې نغمې هم اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو له شنونکو سره پر دې بحث کړی چې ایا په کورمه کې جګړې د شيعه ګانو او سنیانو د فرقه ییزو اختلافاتو له امله کېږي او که يې نور لاملونه دي چې د فرقه ییز تاوتریخوالي او نښتو په نوم یادېږي. بشپړ بحث وګورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر اېچ ای وي او اېډز غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د ډېسېمبر لومړۍ د هغه وایرس او ناروغۍ د مخنیوي او په اړه یې پوهاوي ته ځانګړې کوي. د اېچ ای وي او اېډز په اړه بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن کې د شکايتونو څانګې مشره اسما خان مېلمنه کړې ده.
دا اونۍ مو په مشال مرکه د انټرنېټي چارو پوه اصف خان مېلمه کړی دی. نوموړی د باجوړ دی او د اروپا په پرتګال کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ چارو په شرکت کې کار کوی. د نوموړي په خبره، اوسنی دور د ټېکنالوژۍ دی چې پکې پر انټرنېټ بندیز لګول یا محدودول د هېواد په ګټه نه تمامېږي. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی بلال جمشېد دی. نوموړی د مردان دی، خو موده کېږي چې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په اسلام اباد کې په زور د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د احتجاج ختمولو بېلابېلو اړخونو، لاملونه او اغېز ته ځانګړی شوی دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال د پي ټي ای د احتجاج ختمولو لپاره عملیات وکړل. بشپړ بحث وګورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په مېکروبو کې د دواګانو پر وړاندې د مقاومت پر موضوع غږېږو. د روغتیا نړیوال سازمان دا د انسانانو، ځناورو او چاپېریال لپاره یوه جدي مسله بولي. روغتیاپالان وايي، په خپل سر د دواګانو خوړل او بې له نسخې درمل کارول په جراثیمو کې د مقاومت یو لوی لامل دی. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر ښځو د تشدد په اړه خبرې شوې دي. په پاډکاسټ کې دا ځل راسره د بشري حقونو مبارزه نیلم رحیم او وکیله مهوش محب کاکاخېل مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی عزت ګل دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې کلونه پخوا د ننګرهار له پچيره اګام ولسوالۍ څخه پېښور ته کډه شوې. د عزت ګل په خبره، هنري زده کړې يې هم په پېښور کې له بېلابېلو استادانو کړې دي او له تېرو شاوخوا ۲۸ کلونو راهيسې سندرې وايي.
د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" بحث د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د اعلان شوي احتجاج پر وړاندې ننګونو او د ګوند داخلي اختلافاتو ته ځانګړی شوی دی. بشپړ بحث وګورئ.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د شکر پر ناروغۍ غږېدلي یو. د شکر د مخنیوي نړیوال سازمان وايي چې هغه ناروغي په پاکستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. روغتیاپالان وايي چې شکر دایمي ناروغي ده چې ټول عمري درملنې او احتیاطونو ته اړتیا لري. په دې اړه تفصیل په خپرونه کې اورېدای شئ.
نور وښیئ