دا تبصرې ځکه پیل شوې چې پر همدې نېټه د پاکستان جمهوري غورځنګ د بنو په جلسه کې چې کله د عوامي نیشنل ګوند یوه مرکزي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي امیر حیدر هوتي وینا کوله نو د لر او بر یو افغان نعرې ووهل شوې.
په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي وژنو ترڅنګ کڼې نورې جریمي پېښې شوې دي. زموږ خبریال عمر وزیر په دغه ضلع کې د تېر یوه کال پېښو ته کتنه کړې.
شنونکي وايي، هم دغه کال سیاسي حالات په داسې حال کې تاوده وو چې په فبرورۍ کې په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړی کېس و موندل شو او دغه جهاني وبا د نړۍ په ګډون پاکستان هم متاثره کړ.
په دغو کې د هند، پاکستان، افغانستان او نړۍ وتلي فلمي ستوري، شاعران، لیکوالان، نڅاګر او دې ته د ورته نورو شعبو خلک هم شامل دي.
د پاکستان په پلان وزارت کې د چين اقتصادي راهدارۍ په څانګه کې د پالیسي د برخې مشر، لياقت علي شاه وايي دا تار د ګوادر سېف سيټي يا ګوادر خونديښار چې په رسمي کاغذونو کې ورته سمارت سيټي
رشيد، پرته له دې چې واضح کړي چې پر سياستوالو ممکنه ترهګر بريدونه د هېواد دننه او که بهر پلان شوي، زياته کړې چې حکومت سياستوالو ته د محتاط اوسېدو او د خپل امنيت ساتنې لپاره د اقداماتو ويلي دي.
د کورونا وبا په ړومبو ورځو يعني مارچ میاشت کې د امریکا فضايي ادارې ناسا خپاره کړي عکسونه ښیي چې د نړۍ په لویو ښارونو کې تر ۳۰ فيصده پورې په هوا کې الودګي کمه شوې ده.
پر ښځو او ماشومانو په جنسي تېریو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو غوښتنې په وروستیو کې په پاکستان کې تر یو شمېر پېښو وروسته شوي.
د امريکې فوربز مجله هر کال د نړۍ د ۱۰۰ تکړه او اغيزمنو مېرمنو ليست خپروي. په دې ليست کې هغه ښځې شاملې وي چې فعاليتونو یې د ژوند په بېلابېلو برخو اغېز پرېښی وي.
د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د حکومت ضد جلسې پلان لري. که څه هم حکومت دغه جسله غیر قانوني ګڼي او لپاره یې پي ډي اېم ته رسمي اجازت نه دې ورکړی خو اپوزیشن ګوندونه وايي هره مرو به د ډېسېمبر پر ۱۳مه دغه جلسه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته