د استاد محمد اصف صمیم په نیول کېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې په لسګونو کسانو د هغه د نیول کېدو پېښه غندلې او د هغه په اسلاميت، افغانیت او سپېڅلتیا يې لیکنې کړي دي.
د پاکستان جيو ټيليويژن سره په لاهور کې د سېپټمېبر پر ۱۸مه نېټه د یوې ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي ويلي چې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل د افغانستان ریاست په رسميت د پېژندلو په معنی ده.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبان اوسمهال سرپرسته کابینه لري او دی هیله من دی چې د ټولشموله کولو لپاره به یې اقدامات وکړي.
په قامي اسمبلي کې د خیبر استازی او د واکمن تحريک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې موضوع یې څو څو ځلې له امنيتي ادارو سره ناستې کړې دي خو د هر کس قضیه جلا، جلا اړخونه لري
پر نيويارک او پېنټاګان د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې ترهګرو بريدونو چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول، نړۍ بدله کړه. د حملو ذمه واري د القاعدې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ومنله
څرګنده نه ده چې د نړۍ هېوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو ګڼو هېوادونو ویلي چې طالبانو ته فرصت ورکوي چې څه ډول حکومت جوړوي.
د سېپټېمبر پر څلورمه کابل ته د رسیدو سره سم په سرینا هوټل کې د بريتانوي ټېلي ويژن چېنل فور خبرېالې لېنډسي هیلسم سره په یو ناڅاپي ملاقات کې جنرل فیض حميد وويل چې کابل ته د خپل هيواد سفیر منصور احمد خان سره خبرو اترو لپاره راغلې.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ شل اوریز نړیوال کپ د اکتوبر له ۱۷مې د نومبر تر ۱۴مې په متحده عرب اماراتو او عمان کې ترسره شي.
نوموړي په دغه اړه د نورو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده. اسلامي دولت ــ خراسان ډلې د اګست پر ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر د هغه بریدونو ذمه واري منلې وه چې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون یې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل او نور ګڼ شمېر یې ټپیان کړل.
د پاکستان داخله وزارت په يوه بیان کې ويلي چې د اګست پر ۲۱مه نېټه د ګوادر اېکسپرېس های وې پروژې پر چينايي کارکوونکو ځانمرګی بريد شوی چې پکې يو چينایی انجینر ټپي شوی.
سیاسي شننونکي وايي چې اسلام اباد جهاني قدرتونو ته انتظار کوي چې هغوی د راتلونکې افغان حکومت په اړه څه پرېکړه کوی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته