د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا نوی ګام چې پاکستان به له چین سره په یوان کرنسۍ کې راکړه ورکړه کوي، اسلام اباد ته د بهرنیو پورونو په واپس کولو کې یو نوی فرصت په لاس کې ورکړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دواړه هېوادونه، چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، به څنګه سیپیک تر افغانستانه غځوي او په اعلامیه کې هم په اړه نور معلومات او تفصیل نه شته.
په پېښور کې د مفکورې په نوم یوې ادارې د سیمې د ځوانانو لپاره د هارمونيم او رباب د زدکړو د يوه پروګرام تابيا کړې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر اوومه پیل شي.
د ملي جمهوري غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي چې د ريښتیا او پخلاينې کمېشن په جوړولو کې تر ټولو لوي خنډ "د پاکستان پوځ" دی.
د اکتوبر ۱۳مه د "ناورينونو د خطرونو کمولو د نړيوالې ورځې" په توګه لمانځل کېږي. په خیبر پښتونخوا کې د ماحولياتي چارو د پوهانو ترڅنګ حکومتي چارواکي هم وايي چې د ناورينونو پر مهال د خلکو د ژغورنې لپاره زيات او جدي کار ته اړتيا ده.
د سیمې اعلاوزیر خالد خورشید د اکتوبر پر څلورمه خبري غونډې ته وویل، د سیالیو پر مهال فرهنګ ته پام کوي. "د حکومت په حیث موږ باید ټولو ته یو ډول موقعې ورکړو. څنګه چې مو زامن دي، همهغسې راته لوڼه هم ګرانې دي. موږ د خپلو مذهبي مشرانو د رایې احترام هم کوو.
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) اېتلافي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په روانه اکتوبر میاشت کې یې صوبايي حکومت ته د ملازمانو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې دي.
د اکتوبر پینځمه د ښوونکي د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې موضوع "په زده کړو کې بدلون له ښوونکو څخه پیلېږي" ده.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي دي چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړي په راتلونکې کې هم ورڅخه لیرې پاتې شي. موږ په اسلام اباد کې د انډېپېنډنټ ورځپاڼې له مدیر هارون رشید سره په سیاست کې د پوځ کردار په اړه خبرې کړې دي. مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
سمیع یوسفزی وايي، دواړه ډلې د پخواني افغان حکومت خلاف يوځای جنګېدلې دي. " افغان طالبان دومره ځواک لري چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بهر کړي خو داسې به و نه کړي ځکه چې دا به د افغان طالبانو د نظريې او اصولو خلاف کار وي."
چين په ۲۰۱۵ز کال کې د ۴۶ اربه ډالرو په لګښت، په عملي ډول په پاکستان کې د اقتصادي راهدارۍ پروژې شروع کړې چې د راهدارۍ د منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، اوس ۶۲ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.
جنېد صدیقي وویل، کوښښ کوي چې په دې توګه نړيوال خبر وساتي چې په جنوبي اېشيا کې خلک له کومو ستونزو تېرېږي او بشري حقونه یې په کوم ډول تروړل کېږي. هغه زیاته کړه چې د هغې غونډې راپور او وړانديزونه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته استوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته